نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د طالبانو د ټرافیکو لوی ریاست دې کار لپاره درې میاشتې موده ټاکلې وه، خو په خوست کې د خواو شا یو نیم لکو موټرو څخه تر اوسه څه د پاسه لس زره کسانو خپل موټرونه ثبت او راجسټر کړي دي.
پر ډنډپټان پاکستان ته تلونکي ناروغان اسانتیاوې غواړي
د زرغون خوست په نوم د ۵۰ لوبډلو تر مينځ د فوټبال لوبې، چې نېږدې دوې میاشتې مخکې پیل شوې وې، د خوست مرکز اړوند د "ورغه کلي" لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د یادو لوبو د نندارې لپاره هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو سلګونه کسان ورتلل او د خپلې خوښې لوبډلې يې په چکچکو او تودو ولولو تشویقولې.
د لوبو یو منتظم نصیب الله مشال راډيو ته وویل چې له دې سیالیو يې موخه د ځوانانو یووالی، له نشه يي توکو څخه د ځوانانو راګرځول او ښوونې روزنې ته د ماشومانو او ځوانانو هڅول ول.
د خوست روغتیايي مسوولین وايي، هلته د وینې کمښت یا تېلېسیمیا په ناروغۍ نېږدې ۱۰۰۰ ماشومان اخته دي. په خوست کې د دې بیماری د ناروغانو درملنه یو خیریه بنسټ کوي.. تېلېسیمیا د وینې یو ډول جینیټکي وژونکې ناروغي ده، چې د مور او پلار څخه اولاد ته لیږدول کیږي. تفصیل د نجیب الله الوخیل په وېډیو کې
د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې، د ځايي خلکو لخوا د سیمې د یو نړیدلي پل په خپل لګښت د جوړېدو چارې پیل شوې. د خلکو او ګاډو د تګ راتګ لپاره دا مهم پل بارانونو اوسیلابونو خراب کړی وو. خلک وايي، حکومت د یاد پله د جوړېدو چارې پر مخ نه وړلې نو ځکه هغوی د چندو په پیسو کار پیل
په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د پکتیا او خوست ورزشکارانو تر مينځ د نیزه وهنې سیالۍ وشوې. خوست د ورزش برخې مسوولین وايي، په راتلونکي کې افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ پاکستانیو لوبډلو ته په هغو سیالیو کې د ګډون بلنه ورکوي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیوکې.
په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د دې ولایت او دا ډول د پکتیا او کندهار د فوټبال لوبډلو تر مينځ لوبې پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام کوي. مسوولین وايي، موخه يې د ورزشکارانو تر مينځ پېژندګلوي، د مهارتونو لوړول او د اختر په ورځو کې د خلکو لپاره ساتېری دی. تفصيل د نجيب الله الوخېل په ويډيو کې.
په پکتیا کې د شاتو سوداګر او فارم لرونکي وايي، اړونده ادارې او ناحکومتي سازمانونه دې ورسره په بازار موندنه کې مرسته وکړي. د پکتیا ګبین د خپل خوند او کیفیت لپاره مشهور دي. د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په هغه ولایت کې د شاتو د موچیو ۲۷۴ فارمونه دي چې هر کال ۵۲۸ ټنه ګبینی پیدا کوي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په خوست کې د روژې له پیله له بې وزله، معلولینو او اړمنو خلکو سره د ځايي خیریه بنسټونو لخوا د مرستو بهیر چټک شوی دی. دا بنسټونه له ځايي سوداګرو او شتمنو همداشان له بهر میشتو خوستوالو مرستې راټولوي او بیا يې پر اړمنو خلکو ویشي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په وېډیو کې
د خوست په حکیم تڼیوال پارک کې زرګونه خلک هغه ډله ییز روژه ماتي ته ورغلي ول چې ځوانانو جوړ کړی وو. د اپرېل ۱۰مې روژه ماتي منتظمین وايي، د دې کار موخه د ځوانانو ترمینځ د یووالي ټینګوال او همکاریو پراخول دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د تېر کال په څېر سږ کال هم په خوست کې د روژې ۱۰ اووره کرکټ لیګ په نوم سیالۍ پیل شوې دي چې پکې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي. په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ یوشمېر نومیالي لوبغاړي هم ګډون کوي. د لیګ منتظمین وايي، د کرکټ لوبو لیدو ته ګڼ خلک ورځي. ویډيويي رپورټ.
د سوېټزرلينډ نړیوالې پرمختیايي ادارې په خوست کې لسګونه بېوزله کورنیو ته وزې ور ووېشلې. د دې ادارې کارکوونکي وايي چې له دې کاره يې هدف يې د بېوزله، کونډو او معلولینو له کورنیو سره مرسته کول دی.
د افغانستان په خوست ولايت کې په نشو د روږدو لپاره په روغتون کې لسګونه کسان تر یوې نیمې میاشتې درملنې وروسته د مارچ پر ۲۶مه خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې د کرکټ د ۸۸ لوبډلو ترمنځ د سیالیو اتلولي د تریزیو د منځواړو محبت لوبډلې په خپل نوم کړه. دا سیالۍ چې موخه يې له نشو د ځوانانو راګرځول او د بیلابیلو سیمو د ورزشکارو ځوانانو تر منځ یووالی وو، درې میاشتې مخکې تریزیو کې د دې قوم د ځوانانو په کوربه توب پیل شوې وې.
د پروژې مسوولینو د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو په دې ۷ پروژو شاوخوا ۴۶ نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د زرمت یو بل اوسېدونکی یونس وايي، په سیمه کې یې هر ډول مېوه دارې ونې ښه نتیجه ورکوي، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې خلک کښېنولو ته زړه نه ښه کوي.
د خوست په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې دودیزې "شمله" مشاعرې ته ګڼ خلک ورغلي ول. په مشاعره کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا ادیبانو شعرونه واورول او و یې ویل چې دا ډول لویې ناستې نړیوالو ته د پښتنو د سوله غوښتنې او له بشریت سره د مینې پیغام ورکوي. ویډیويي رپورټ.
د خوست د شمل دوه مندوه ولسوالۍ اوسیدونکو په خپل لګښت او خپلو امکاناتو په دې ولسوالۍ کې د سیدخېلو له پل څخه د زمیڅې تر شریفي سیمې پورې لس کلیومتره سړک په خامه ډول جوړ کړی دی. ځايي خلک وايي، د دې سړک پنځه کلیومتره په غریزه سیمه کې تیر شوی نو ځکه یې کار ډير سخت وو.
د دوی په وینا، د پوځ اړوند د تاسیساتو ادارې له خوا د زڼغوځیو مارکېټ په دې تړل شوی چې د قرارداد شوې ځمکې پیسې يې بانک ته نه دې ورکړي.
نور وښیئ