نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
یوشمېر کډوالو د مارچ پر ۱۲مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې بېلابېلې نړیوالې او ناحکومتي ادارې ورته په خوست ښار او یا په تڼیو ولسوالۍ کې مرستې ورکوي، چې تر هغه ځایه تګ راتګ او کرایې ورکول ورته ګران تمامېږي.
د خوست د باک ولسوالۍ د کوټکیو په سیمه کې د والیبال هغه سیالۍ چې له دریو میاشتو راهیسې روانې وې او ۶۰ لوبډلو په کې برخه واخیسته، د مارچ د لسمې په ماښام د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د منتخبې لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې. ورزشکارانو د دې لوبې په څنډه کې له چارواکو وغوښتل، چې دوی لپ
د دې سیالیو پای لوبې ته د اسماعېل خېلو او مندوزیو همدارنګه تریزیو ولسوالیو د والیبال منتخبو لوبډلو لاره موندلې وه، چې بالاخره د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ منتخبې لوبډلې د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
د پکتیا اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د زیاتو کسانو نوملیکنې ته لاره برابره کړي او د دې لپاره دې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړي.
د خوست مرکز اړوند «قلموال مېنه» کې د نجونو او هلکانو لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ لخوا د دوو ښوونځیو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو ودانیو د پرانیستې په پار د غونډې ګډونوالو له
د تېر په څېر سږ کال هم په خوست کې د "زرغون خوست" درې ورځنۍ مېله پیل شوې ده چې د مارچ درېیمې تر مازیګره به روانه وي. د ونو او بوټو کښېنولو په مېله کې ګڼ زده کوونکي او فعالان هم برخه اخلي. ویډیويي رپورټ.
په وروستیو کې په خوست کې زیاتو کسانو د ډرېورۍ زده کړې او لایسنس اخیستو ته مخه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په زیاتره ولایتونو کې ګڼ خلک خپل ګاډي چلوي خو لایسنس نه لري. د همدې له کبله، په هغه هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د ډرېورانو بې احتیاطۍ له کبله کېږي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان په خوست کې اوس ډیری روڼ اندي او فرهنګیان د خپلو ودونو او نامزد کېدو په مناسبت ادبي بنډارونه او مشاعرې جوړوي.فرهنګیان وايي، هنر پراخ مفهوم لري او په کار ده چې په اوس وخت کې د موسیقۍ پر متبادلو تکیه وشي او د خوښیو د نمانځنو سلسله روانه وساتل شي. ويډيويي رپورټ.
د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې د سیمې ماشومان، ځوانان او مشران هم یوځای شوي او د سړکونو دواړو خواوو ته او د کلي په نورو میدانونو کې نیالګي کښېنوي.
په خوست کې یوشمېر سوداګر وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرول اسان شوي دي خو کرايې يې ډېرې لوړې دي. د افغانستان د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون نهه ولایتونه داسې دي، چې په هغو کې لږ یا ډېر زڼغوځي کېږي خو د هېواد پر کچ د زڼغوځیو د پېر او پلور مرکز په خوست کې دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په لویه پکتیا، په ځانګړي ډول، د خوست په لیرې پرتو سیمو کې تر اوسه هم خلک د پخوا په څېر غنم، جوار او اوربشې د اوبو په ژرندو اوړه کوي. خو اوس خلک د پخوا په څېر په نوبت هلته شپې نه تېروي. خلک وايي، د اوبو ژرندو اوړه خواږه وي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د کبانو د فارمونو مالکان وايي، که اړوندې ادارې ورسره د پخوا په څېر مرستې و نه کړي، ښايي کاروبارونو تړلو ته اړ شي. په خوست کې د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په هغه ولایت کې له ۴۰ څخه یې اووه فارمونه غیر فعال شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د پکتیا انځورګران، خطاطان او نور هنرمندن په هغه ولایت کې د هنرونو پرمختیا ته د پاملرنې غوښتنه کوي. هلته په پکتیا کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي، د هنر د ودې هڅې کوي. ویډيويي رپورټ.
دوی وايي، په تېرو شلو کالونو کې د دوی سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او ارامه شپه او ورځ يې نه درلوده، خو اوس چې یو څه کراري راغلې، بیا هم له چارواکو او موسساتو هېر دي.
د خوست په ګلان کېمپ او نورو سیمو ته د وزیرستانیو کډوالو نوې راغلې کورنۍ غوښتنه کوي چې د نورو کډوالو په شان دې دوی هم بایومیټریک شي، چې دا ډول میاشتنۍ مرستې ورسره پیل شي.
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د خلبېسات بازار په خوړ کې دننه جوړ دی. سوداګر وايي، اکثر د بارانونو او سېلابونو له وجې له مشکلاتو سره مخامخ وي او تاوانونه ګالي. خو د طالبانو حکومت وايي، ښاروالي اوس بازار خوندي ځای ته لېږدوي او د دوکانونو جوړولو کار یې پیل کړی دی. نور په ویډیويي رپورټ کې.
ځدراڼ میشتي په ځانګړې ډول له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې اوسمهال دې دوی ته د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې پلي کړي.
د خوست د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ په خلبېسات بازار کې له شاوخوا پینځو کلونو راهیسې د روغتون وداني جوړه ده، خو فعالیت یې نه دی پیل کړی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د روغتون نه فعاله کېدو له وجې د درملنې لپاره لیرې سیمو ته تګ ته مجبوره دي. ویډیويي رپورټ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې " یو این ایچ سي ار " لخوا د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د مرستو په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کیږي چې د سیمه ییزو چارواکو په وینا شاوخوا دولس سوه کورنۍ له دې مرستو بې برخې پاتې شوي دي.
د افغانستان د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د یو شمیر دودیزو او عصري لوبو نندارې جوړې شوې. د لوبو تابیا کوونکي وايي له دې پروګرام څخه يې موخه په ګربزو کې د غرونو او څړځایونو پر سر د پرتو قبیلو تر منځ د اختلافونو له منځه وړل او د دوی تر منځ د اړیکو ټينګول دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې
نور وښیئ