د بنو په جانیخېلو (ځونيخېلو) کې د مې پر ۱۰مه هم د "پوځ" د بريدونو خلاف د ځايي خلکو احتجاجي پرلت دوام لري.
د سیمې خلکو د مې له اوومې نېټې راهېسې هلته د پرلت خېمه وهلې ده او د هغه کس مړی یې هم د احتجاج په توګه هلته اېښی دی چې د دوی په وینا د پاکستان د پوځ لخوا په توغول شوي هاوان مرمۍ لګېدلی وو.
ځايي خلک وايي چې د مې پر شپږمه د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) په نتيجه کې د سیمې یو کس او د هغه لور وژل شوي ول او زوی یې بیا ژوبل شوی وو. د پاکستان پوځ لا د ځايي خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
پرلتوالو د مې پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې تر څو ورسره انصاف نه وي شوی، د وژل شوي تن جسد به خاورو ته ونه سپاري. دوی همداراز غوښتنه کوي چې پوځ او وسلوال دې د یو بل پرضد د بریدونو پرمهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.
د جانیخېلو د ځوانانو د اتحادیې یو مشر علاوالدین د مې پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل: "پوځ او طالبانو ته وایو چې دا ستاسو ترمینځ جګړه ده نو په خپلو مينځو کې یې وکړئ، ولس ترېنه لېرې وساتئ."
نوموړي زياته کړه، ولس نه د پوځ او د نه هم د طالب د زور دی او نه هم يو ځل بیا د کډو کولو جوګه پاتې دی.
د سیمې یو بل مشر ملک موېز خان هم د مې پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې ولس پر خپله خاوره ځان بې وسه ګڼي: "هېڅ وس مو نه شته، یوازې سوال او منت کوو، ژړا فریاد کوو او په دې تمه ناست یو چې انصاف به راسره وشي."
د سیمې يو انتظامیې مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د مې پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې د وسلوالو پر ضد په سیمه کې عملیات روان دي چې پر مهال یې د عام ولس د ساتنې پوره خیال ساتل کېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ګران وزیر د مې پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د سیمې خلکو او پي ټي اېم وخت په وخت د دا ډول پېښو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او د مخنیوي غوښتنه یې هم کړې ده خو حکومت یې د بندولو ژمنې کوي او بیا هغه ژمنې نه پوره کوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
سوات کې د مردان ډرون برید ښکار شویو ۹ کسانو جنازې شوې دي
د جانیخېلو ترڅنګ په نورو سیمو کې هم وخت په وخت ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او له حکومت او پوځه یې غوښتي دي چې د خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.
تر دې وړاندې، په ټانک کې پر يو جومات په ډرون بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي ول.
تر هغه وړاندې د اپرېل پر ۲۹مه پولیسو ویلي ول چې په باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو پېښه کې درې ماشومان ژوبل شوي دي. د باجوړ پولیس چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ورته معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې ده خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې یې پیل کړې دي.
همدا رنګه د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي ول.
د اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.
په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
په جانیخېلو کې د دې تازه پېښې په اړه د پاکستان پوځ او نورو حکومتي چارواکو لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات تېز کړي دي او پر مهال یې د عام ولس خوندیتوب ته پام کوي.