د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې پر جومات په ډرون بريد کې ۲ کسان وژل شوي، ۲ ژوبل دي


د پېښور په يو جومات کې تر بمي چاودنې وروسته مړي او ژوبل انتقالېږي ـ انځور له ارشيفه
د پېښور په يو جومات کې تر بمي چاودنې وروسته مړي او ژوبل انتقالېږي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د ټانک اوسېدونکي وايي چې د هغې ضلعې پر يو جومات په ډرون بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

په ټانک کې د امن کمېټۍ یو مشر شېخ نصیر احمد نن (د مې پر اتمه) مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د عمر اډې په وړکي کلي کې رامينځ ته شوه.

نوموړی وايي، ډرون بريد په یو ځايي جومات کې وشو چې په نتيجه کې يې هلته دېره تبلیغیانو ته مرګژوبله واوښتله.

هغه زياته کړه چې په جومات کې ګڼ تبلیغیان موجود ول، خو یوازې هغه کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې په دالان کې ویده ول.

شېخ نصير غوښتنه وکړه چې پوځ دې د عملياتو پر مهال د وسلوالو طالبانو او عام ولس ترمینځ توپیر وکړي: "د سیمې خلک غوښتنه کوي چې دا ډول بریدونه دې نه کېږي ځکه بیا به خلک جومات ته هم نه ځي او تبلیغ به هم نه کوي. حکومت دې د برید پلټنه وکړي."

د ټانک ضلعې د پولیسو مشر اسلم نواز د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان پوځ ښايي د هغه برید په اړه معلومات ولري، خو له دوی سره دم ګړی په دې اړه څه ډول معلومات نه شته.

نوموړي زیاته کړه چې د وړکي کلي تر دورې وروسته به لاس ته راوړي معلومات له مشال راډیو سره شریک کړي.

بلخوا د پاکستان پوځ د تازه ډرون برید په اړه څه نه دي ویلي.

سوات کې د مردان ډرون برید ښکار شویو ۹ کسانو جنازې شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د ټانک ترڅنګ په نورو سیمو کې هم وخت په وخت ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته د مرګژوبلې اوښتو پر ضد خپل غږ پورته کړی دی او له حکومت او پوځه یې غوښتي دي چې د خلکو خوندیتوب ته دې پام وکړي.

تر دې وړاندې د بنو د جانیخېلو (ځونيخېلو) اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي ول چې دمې پر شپږمه شپې مهال د پوځ له خوا د توغول شوې هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) په بريد کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او یو ژوبل شوی وو. پوځ د ځايي اوسېدونکو د هغې دعوې په اړه غبرګونه نه وو ښوولی.

تر هغه مخکې، د اپرېل پر ۲۹مه پولیسو ویلي ول چې په باجوړ کې پر یو کور د هاوان مرمۍ لګېدو په پېښه کې درې ماشومان ژوبل شوي دي. د باجوړ پولیس چارواکو هغه مهال ویلي ول چې ورته معلومه نه ده چې مرمۍ له کومې خوا ویشتل شوې ده خو زیاته کړې یې وه چې پلټنې یې پیل کړې دي.

همدا رنګه د شمالي وزیرستان ځينو اوسېدونکو د اپرېل پر ۲۲مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال ادعا کړې وه چې په تېرو دوه ورځو کې په هغه سیمه کې د پوځ په ډرون بریدونو کې درې کسان ژوبل شوي ول.

د اپرېل مياشتې په پيل کې د شمالي وزيرستان د میرلي اوسېدونکو په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد احتجاجي ناسته هم کړې وه. هغه پرلت د اپرېل پر څلورمه، د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، په ډرون برید کې د ۱۰م ټولګي د یو زده کوونکي عمر خطاب تر وژنې وروسته پیل شوی وو.

په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په یوشمېر نورو برخو کې خلکو تر دې مخکې هم په عملیاتو کې د ولسي وګړو د مرګژوبلې پرضد مظاهرې او احتجاجي ناستې کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

په ټانک کې د دې تازه پېښې په اړه د پاکستان پوځ لا څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د وسلوالو پر ضد یې عملیات تېز کړي دي او پر مهال یې د عام ولس خوندیتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG