د پاکستان پوځ ويلي دي چې د مې پر اوومه د هند په يوشمېر بريدونو کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ژوبل شوي دي.
د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري نن سهار (د مې پر اوومه) په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. د چودري په وينا، وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.
نوموړي زياته کړه چې هند د پاکستان پر "خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا" بريد کړی او دوی ځواب ورکړی دی.
نوموړي دعوه وکړه چې د پوځ په ځوابي بريدونو کې يې د هند پينځه الوتکې راغوځولې دي چې درې يې "رافېل" جنګي الوتکې دي.
په عين حال کې د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ د مې پر اوومه پر خپله اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې هند د دواړو هېوادونو ترمينځ د کنټرول کرښې په اوږدو کې د "اوربند" لپاره "سپين بيرغ" درولی دی.
بلخوا د هند د دفاع وزارت وياند دعوه کړې ده چې پوځ يې په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل". هند پر نهو ځايونو دا پوځي عمليات د "سيندور" په نوم بللي دي.
دا بريدونه د کشمير په مظفر اباد او کوټلي او د پاکستان د پنجاب په مريدکې، سيالکوټ، شکرګړ او د بهاولپور په احمد پور شرقيه کې شوي دي. بهاولپور او مريدکې هغه سيمې ګڼل کېږي چيرته چې تر بنديز لاندې ډلو "جيش محمد" او "لشکر جنګوي" مرکزونه دي.
د هند دفاع وزارت تر بريدونو وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي: "زموږ اقدامونه متمرکز، حساب شوي او د شخړې د پراخېدو په نيت نه دي. د پاکستان هېڅ پوځي مرکز هدف نه دی ګرځول شوی. هند د هدفونو د ټاکلو او د عملیاتو د اجرا په طریقه کې زیات احتیاط کړی دی."
دفاع وزارت زياته کړې ده چې د پاکستانيو ځواکونو له خوا د "خپلسري" ډزو له امله درې ولسي وګړي وژل شوي دي.
د تازه جګړې لامل
د دواړو هېوادونو ترمينځ دا جګړه د ۲۰ کلونو راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې او د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د اپرېل پر ۲۲مه تر خونړي برید وروسته رامينځ ته شوې ده.
هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.
اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.
د هند د شارژدافېير احضارېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مې پر اوومه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په اسلام اباد کې يې د هند شارژدافېیر (ناظم الامور) د احتجاج په توګه هغه وزارت ته وربللی او د هنديو بریدونو پر ضد يې "د سخت احتجاج یادښت" وسپارلی دی.
بيان زياتوي چې هندي لوري ته دا روښانه کړل شوه چې د هند دا "ښکاره تېری" د پاکستان د "حاکمیت څرګنده سرغړونه" ده.
پر پاکستان د هند تر بريد وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې دا برید د ملکي هوایي ټرافیک لپاره جدي خطر دی او د دې له امله يې د لاهور او اسلام اباد هوایي ډګرونه د ۴۸ ساعتونو لپاره تړلي دي، خو د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې د مې پر اوومه غرمه مهال وويل چې پروازونه يې بحال کړي او هوايي ډګرونه بېرته فعال کړل شوي دي.
د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ غونډه
بلخوا د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د هغه هېواد د ملي امنيت کمېټۍ بيړنۍ غونډه وشوه چې پوځي او ولسي چارواکو برخه پکې اخيستې وه.
تر غونډې وروسته په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې ګډونوالو د هند د بريد په غبرګون کې د پاکستان د راتلونکې ستراتیژۍ په اړه هم بحث وکړ او د سفارتي اقداماتو او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
اعلاميه کې راغلي دي چې "د پاکستان ځواکونو ته په رسمي ډول واک ورکړل شوی چې په دې برخه کې مناسب اقدام وکړي."
په اعلاميه کې دا هم ویل شوي دي چې پاکستان له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د هند د "غیر قانوني اقداماتو" مخه ونيسي.
د ملي امنيت کمېټۍ تر غونډې وروسته وزيراعظم شهباز شریف د مې پر اوومه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې هند په تياره کې پر پاکستان د بريد "ناوړه" هڅه وکړه، خو د هغه په وينا، پاکستانيو ځواکونو مناسب ځواب ورکړ.
نوموړي زياته کړه، د هند تر واک لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې د سيلانيانو وژنه يوه "غمجنه" پېښه وه، خو تر هغه بريد سمدستي وروسته هندي رسنیو او سیاستوالو پر پاکستان "بې اساسه" تورونه پورې کړل او هڅه یې وکړه چې ټوله نړۍ "قانع" کړي چې پاکستان په دې پیښه کې لاس لري.
نړيوال غبرګونونه
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پر بريدونو اندېښنه ښوولې او له دواړو خواوو یې د "زیات زغم" غوښتنه کړې ده. د ګوتېرش وياند د هغه له خولې په بيان کې زياته کړې ده: "نړۍ د هند او پاکستان ترمينځ پوځي شخړه نه شي زغملای."
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمينځ شخړه يو "شرم" بللی دی. نوموړي د مې پر اوومه په سپینه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل: "زما په اند، خلک د تېرو پېښو له مخې یو څه پوهېدل چې څه به پېښ شي. دوی (هند او پاکستان) له ډېرې مودې راهیسې په جګړه کې دي."
هغه زیاته کړه: "زه یوازې هیله لرم چې دا [شخړه] ژر تر ژره پای ته ورسېږي."
په عين حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو پر اېکس (پخوانی ټویټر) لیکلي دي چې هغه د روان حالت څارنه کوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې واشنګټن به له اسیایي ګاونډیانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې هند او پاکستان يو "سوله ييز حل" ته سره ورسېږي.
روبيو د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار لېفټينېنټ جنرال عاصم ملک سره، چې د هغه هېواد د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر هم دی، تماس نیولی دی.
نوموړي همداراز له خپل هندي سیال سره خبرې کړي او زياته کړې يې ده چې دی به له دواړو خواوو سره اړیکه وساتي ترڅو د شخړې حل راووځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مې پر اوومه ويلي دي چې د هند او پاکستان ترمينځ د "پراخېدونکې نظامي شخړې" په اړه ژوره اندېښنه لري او له دواړو هېوادونو د "زغم" غوښتنه کوي.
روسیې، چې له هند او پاکستان دواړو سره ښې اړیکې لري، پر خپله رسمي ووبپاڼه په خپره کړې اعلامیه کې زياته کړې ده چې د ترهګرۍ "ټولې بڼې غندي."
بلخوا چين پر پاکستان د هند بريد "د افسوس وړ" بللی او له دواړو هېوادونو يې د "زيات زغم" غوښتنه کړې ده.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د مې پر اوومه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي: "هند او پاکستان داسې ګاونډیان دي چې نه شي بېلول کېدای او دوی د چین ګاونډیان هم دي". بيان زياتوي چې چین "د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي."
د امريکا د ناظم الامورې او د پاکستان د کورنيو چارو وزير ليدنه
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د مې پر اوومه په اسلام اباد کې د امريکا له ناظم الامورې (شارژدافېیرې) نېټلي بېکر سره ملاقات وکړ او د هند د بريدونو په اړه يې معلومات ورسره شريک کړل.
د پاکستان دولتي ټېلېويژن پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی دی چې د امریکا سیاسي سلاکار زیک هارکن رایډر او د پاکستان د کورنیو چارو رياستي وزير طلال چودري هم د ملاقات پر مهال موجود ول.
د پاکستان او هند پر کړکېچ شننه
د هند تر واک لاندې کشمير کې پر سيلانيانو او د هغه په غبرګون کې پر پاکستان د هند تر بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ کړکېچ خورا زيات شوی دی.
په امريکا کې څېړونکی او د نړيوالو اړيکو ښوونکی حسن عباس وايي چې که يو خوا په پهلګام کې تر بريد وروسته د پاکستان بيان "غير مسولانه" وو، نو بلخوا د هند له خوا د باورې شواهدو پرته پر پاکستان تور پورې کول هم یوازې "بې باوري" او د شخړې د پراخېدو "خطر" زیاتوي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "موږ ته اوس یو بل ډول زړورتیا په کار ده، هغه دا چې د همکارۍ تصور ولري، نه د تقابل. داسې سیمه، چې له بېوزلۍ او د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخامخ ده، جګړه نه شي زغملای."
په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني، چې دا مهال د امريکا د يو معتبر څېړنيز مرکز مخکښ غړی دی، وايي چې د هند او پاکستان کورني سیاستونه دا ایجابوي چې مشران يې "ملتپاله دریځ" ونیسي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "په دې وضعیت کې د هند لپاره یواځینۍ عاقلانه لاره دا ده چې یو برید وښيي او پاکستان داسې ځواب ورکړي چې وضعیت لا زیات خراب نه شي."
خو نوموړي په عين حال کې خبرداری ورکړ: "که یوه خوا برید وکړي، بله ځواب ورکړي، او دا لړۍ دوام ومومي، نو ممکن له کنټروله ووځي."
هغه زیاته کړه چې که څه هم اوس د دواړو هېوادونو خلک خوشحاله ښکاري، خو د جګړې په پایله کې به همدغه خلک زیان وويني، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصاد به سخت زیانمن شي.
ليکوال او د کراچۍ په وفاقي اردو پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې پخوانی مشر توصيف احمد خان وايي چې د هند او پاکستان ترمينځ کړکېچونه "مصنوعي وطنپالنه" پاروي.
نوموړي مشال راډيو ته وویل: "د دې سیمې ۱.۵ مېلیارده (اربه) خلک، چې ډېری یې په غربت کې ژوند کوي، د دې شخړې اصلي قربانیان دي."
توصيف خان همداراز ادعا وکړه چې د هندي وزيراعظم نريندرا مودي بهارتيا جنتا ګوند غواړي چې "سېکولر" هند په یو "هندو" رياست بدل کړي، او په عین وخت کې، د پاکستان رسنۍ د "عميق رياست" (پوځي اسټېبليشمېنټ) له خوا د "غیر جمهوري" روایتونو د خپرولو لپاره کارول شوې دي.
نوموړي زياته کړه: "د هند رسنۍ د وزیر اعظم نریندرا مودي د 'هندوتوا' نظریې تر اغېز لاندې دي او د پاکستان رسنۍ بيا د "عميق رياست" تر سخت کنټرول لاندې دي."
د هغه په وينا "نور د عقل لپاره ځای نه دی پاتې."