بهاولپور کې د هند په بريدونو کې د وژل شويو کسانو جنازې شوې دي
پر پاکستان د هند په بريدونو کې د وژل شويو کسانو د جنازي لمونځونه د مې پر اوومه په بهاولپور کې ادا کړل شوې. د جنازې پر وخت ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي ول. د پاکستانيو چارواکو په وينا، په هغو بريدونو کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول. د هند تر بريدونو وروسته په بهاولپور کې بيړنی حالت عملي کړل شوی وو او ټول دفترونه او ښوونځي تړل شوي ول. ويډيو رپورټ