د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې لسګونه ړنګ ښوونځي بيا رغول شوي دي


د باړې په یو نوي رغول شوي سکول کې يو ښوونکی ماشومانو ته درس ورکوي - انځور مې ۱۷، کال ۲۰۲۵
د باړې په یو نوي رغول شوي سکول کې يو ښوونکی ماشومانو ته درس ورکوي - انځور مې ۱۷، کال ۲۰۲۵

د خیبر ضلعې د تعلیمي ادارې چارواکې وايي په جنګ ځپلي باړه تحصیل کې د ړنګو ښونځيو د بیا جوړولو کار نېږدې بشپړ شوی او لسګونه سکولونه یو وارې بیا رغول شوي دي.

د خيبر د تعليمي ادارې مرستيال مشر شېر زمان خان د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، په باړه کې د وسلوالو پر ضد د عملیاتو پر مهال وسلوالو ښوونځي تباه کړي ول او دا سکولونه له اوږدې مودې راهیسې وران ویجاړ پراته ول چې اوس یې د رغولو چارې نېږدې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه: "په تېره بدامنۍ کې د باړې تحصیل خواوشا ۵۶ سکولونه وسلوالو په مکمله توګه تبا کړي ول. دا وران سکولونه د چین په مرسته یو ځل بیا ورغول شول. له ۵۶ څخه تر اوسه ۴۸ سکولونه د تعلیم محکمې ته سپارل شوي او پاتې اته به هم ژر وروسپارل شي."

شېر زمان وايي، بیا رغول شوي سکولونه په نوي طرز جوړ شوي دي، څلورو خواوو ته دېوالونه لري، لمريز نظام پکې لګېدلی دی، د پاکو اوبو بندوبست پکې شته او فرنیچر هم لري.

په باړه کې يو نوی رغول شوی ښوونځی ـ د مې ۱۷مې انځور
په باړه کې يو نوی رغول شوی ښوونځی ـ د مې ۱۷مې انځور

په تیرا او باړه کې په ۲۰۰۸ز کال کې د وسلوالو ډلو پرضد پوځي عملیات پیل شوي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې پای ته ورسېدل. وروسته د حکومت له خوا د اجازت او د امنيت تر ډاډ وروسته زیاتره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شول. د عملیاتو له وجې زرګونه کورنۍ بې ځای شوې وې او سکولونه هم وران شوي ول.

د خېبر ضلعې د تعلیم ادارې چارواکي وایي چې په باړه او خواوشا سیمو کې د وسلوالو پرضد د پو ځي عملیاتو او بدامنۍ له امله د دغې سیمې د لوست کچ ډېر اغېزمن شو او په زرګونه ماشومان ورسره د تعلیم له ترلاسه کولو محرومه شوي ول، خو د هغه په وينا، اوس په دې سیمه کې امن بحال شوی او بې کوره شوي خلک ورته ستانه شوي دي او دوی هڅه کوي چې د تعلیم پرېوتې شرح پکې یو ځل بیا راپورته کړي.

د خیبر ضلعې د تعلیم د ادارې د معلوماتو له مخې د بدامنۍ، عملیاتو او جګړې پر مهال د باړې خواوشا ۱۵۰ ښوونځي زیانمن شوي ول. په دې کې ۹۴ په جزوي توګه او ۵۶ په بشپړ ډول ړنګ شوي ول. دوی وايي، جزوي وران سکولونه وار له مخې جوړ شوي او دا نور بیا تازه رغول شوي دي.

د خیبر ضلعې د تعلیمي څانګې مرستیال مشر شېرزمان خان وايي: "ډېره موده وروسته د باړې ماشومانو یو ځل بیا د خېمو پر ځای په جوړو شويو ودانيو کې زدکړې پیل کړې. اوس چې سکولونه جوړ شول او ماشومان ځانونه خوندي احساسوي نو په زیات شمېر کې ماشومان د داخلو لپاره راروان دي."

خو د بره باړې یو مشر نورنګ اپرېدی بیا وايي، د باړې په لاندې میداني سیمو کې سکولونه ورغول شول خو په ليرې پرتو غرییزو سیمو کې بیا د سکولونو کمی دی. نوموړی زياتوي: "حکومت ته پکار ده چې د لوزکه درې په بر قمبرخېلو کې د هلکانو او جینکو سرکاري سکولونه جوړ کړي، ځکه چې ډېره اړتیا یې لیدل کېږي."

نورنګ اپرېدی له حکومته غواړي چې په باړه تحصیل کې مېشتو ټولو قبیلو ته یو ډول د تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي.

د یوې اندازې له مخې دا مهال په ټوله باړه تحصیل کې خواوشا ۳۱۰ سرکاري سکولونه فعال کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG