برتانوي چارواکي وايي درې ایرانيان یې تر هغه وروسته په جاسوسۍ تورن کړي دي، چې د دوی په وينا، شک ورباندې لري چې دغو کسانو به له بهرنیو استخباراتي ادارو سره مرسته کړې وي.
د برتانیې د ترهګرۍ ضد څانګې مشر فرېنک فرګوسن د مې پر ۱۷مه په یو بیان کې وویل، ۳۹ کلن مصطفا سپه وند، ۴۴ کلن فرهاد جوادي منش او ۵۵ شاه پور قلعه علي خاني نوري چې په لندن کې مېشت ول، د ۲۰۲۴ز او ۲۰۲۵ز کلونو ترمینځ د څارنې او جاسوسۍ په تور، د مې پر درېیمه نیول شوي ول.
د بیان له مخې پر مصطفا سپه وند باندې شک دی چې د کوم برید پلان یې درلود خو دا نه دي ویل شوي چې د چا پر ضد یې د برید پلان درلود؟
بي بي سي وايي پولیسو دا کسان د ملي امنیت د۲۰۲۳ز کال د قانون له مخې نیولي دي. دا قانون د کوم بهرني ځواک د ګواښ پر مهال پولیسو ته دا حق ورکوي چې بې له کوم اجازه ليک یو څوک ونیسي او پلټنې ورڅخه وکړي.
بي بي سي وايي داسې شک کېږي چې دغو درو ایرانيانو د ایران د استخباراتي ادارې لپاره جاسوسي کوله.