د روسیې او اوکراین پلاوي نن د ترکیې په استنبول ښار کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي.
د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي د مې پر ۱۵مه ترکیې ته رسېدلي دي. دا به د درو کلونو په موده کې لومړی ځل وي چې د اوکراین او روسیې چارواکي له یوبل سره مستقیمې خبرې کوي.
کرملین اعلان کړی چې د دوی له غاړې به په مستقیمو خبرو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سلاکار ولادیمیر میډینسکي او د هغه هېواد د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین برخه واخلي. روسي رسنیو راپورونه ورکړې دي چې د مسکو او کییف د چارواکو ترمینځ خبرې به د مې پر ۱۵مه په استنبول کې د بندو دروازو ترشا ترسره شي او خبریالانو ته به په غونډه کې د ګډون کولو اجازه نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تر دې وړاندې په استانبول کې له قید او شرط پرته د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی وو، خو په دې خبرو کې يې خپل حضور نه وو تایید کړی.
بل پلو، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وار له مخې ترکیې ته رسېدلی دی. نوموړي له پوتینه غوښتي چې "که هغه وېره نه لري" په دې خبرو اترو کې دې ګډون وکړي. زېلېنسکي تر دې وړاندې ویلي وو چې هغه به یوازې هغه مهال په خبرو کې ګډون وکړي چې پوتین هم حاضر وي.