د پاکستان د پنجاب پولیس وايي په سرګودا کې د کمشېره مذهبي احمدي ټولنې د یو نوموتي ډاکټر د وژنې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پنجاب د سرګودا ضلعې د پولیسو مشر صهیب اشرف د مې پر ۱۷مه رسنیو ته ویلي چې ډاکټر شېخ محمود د مې پر ۱۶مه په دغه ښار کې د یو کس لخوا په ډزو ووژل شو.
د پولیسو مشر وايي، دم ګړۍ هغوی نه شي ویلی چې یاد ډاکټر د مذهبي توپيرپالنې ښکار شوی که د وژنې یې کوم بل دلیل موجود دی. نوموړی زیاتوي چې په دې اړه بیړنی قضاوت کول به له وخت مخکې خبره وي.
د ډاکټر شېخ محمود يو خپل د سرګودا په شاهد شهید تاڼه کې د مې پر ۱۶مه په داير کړي لومړني تحقیقاتي راپور (اېف ای ار) کې ویلي دي چې وژل شوي ډاکټر د سرګودا ښار په فاطمه روغتون کې دنده ترسره کوله او د سیمې یو مشهور ډاکټر ګڼل کېده.
د داير شوي راپور له مخې، ډاکټر شېخ محمود چې د مې پر ۱۶مه ماسپښین مهال روغتون ته ورسېد نو هلته وار له مخې ناست یو کس ډزې ورباندې وکړې او بیا په همهغه شېبه یو بل کس پر موټر سایکل سپور راغلی او بریدګر یې له ځانه سره يووړ.
په پنجاب کې د احمدي ټولنې ویاند امیر محمود د مې پر ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې وژل شوی ډاکټر شېخ محمود د معدې د ناروغیو متخصص، یو خواخوږی کس او مشهور تن وو او له چا سره یې هېڅ دښمني او تربګني نه لرله. خبرپاڼه وايي ځينو سختدريځ ډلو له یوې مودې راهیسې هغه ته د مرګ ګواښونه کول.
د احمدي ټولنې ویاند امیر محمود وايي، دا په تېره یوه میاشت کې له مذهبي لږکۍ احمدي ټولنې سره تړاو لرونکی درېیم کس دی چې په ورته ډول په هدفي برید کې په نخښه کېږي.
د نوموړي په وینا د هغوی کسان په پرله پسې ډول د مذهبي "توپيرپالنې" ښکار کېږي چې له وجې یې د هغوی ټولنه د اندېښنو ښکار شوې ده. هغه تور پورې کړ چې قانون پلې کوونکې ادارې ورسره مرسته نه کوي او هغوی په خلاص مټ د خپلې عقیدې مطابق مذهبي مراسمو کې ګډون نه شي کولی.
د پنجاب پولیسو د احمدي ټولنې د ویاند د دعوو په اړه څه نه دي ویلي خو د سرګودې د پولیسو مشر صهیب اشرف وايي چې د ډاکټر شېخ محمود په وژنه کې د ښکېل کس خلاف یې پلټنې پیل کړې دي.
تر دې وړاندې د روان کال د اپریل پر ۱۸مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مذهبي ډلې "تحریک لبیک پاکستان" قهرجنو مظاهرچیانو د احمدیانو پر عبادتځای بريد وکړ او د هغې مذهبي لږکۍ ډلې يو غړی يې وواژه. پوليسو هغه مهال ویلي ول چې بريد ګرو هغه کس مذهب ته د سپکاوي په تور وژلی چې ولې يې په خپل مرکز کې د جمعې لمونځ کاوه.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د روان ۲۰۲۵ز کال په مارچ میاشت کې په یو راپور کې ویلي ول چې په هغه هېواد کې د مذهبي لږکیو پر کورونو او عبادتځایونو بریدونه مخ په زیاتېدو دي. د هغه راپور له مخې په پاکستان کې په ۲۰۲۴ز کال کې ۷۵۰ کسان د مذهبي سپکاوي په تور زنداني شوي ول.
د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) هم د روان کال د مارچ پر ۱۱مه پر پاکستان غږ کړی وو چې له احمديانو سره دې تعصب ودروي. هغې ادارې په يو بیان کې ويلي ول چې په روان ۲۰۲۵ز کال کې یوازې په کراچۍ او ډسکه کې ۶۲ احمديان نيول شوي، چې ماشومان هم پکې دي. په بیان کې زیاته شوې وه چې د پنجاب او سیند صوبو په بېلابېلو سيمو کې د احمدیانو عبادتځايونو ته زیان رسول شوی دی.
د پاکستان په ايين کې احمدیان غیر مسلم بلل شوي خو احمديان وايي چې هغوی مسلمانان دي.
د پاکستان پرله پسې يو شمېر حکومتونو د بلوه ګرو له خوا د "مذهب سپکاوي" په تور وژنې تل غندلې دي او هر ځل يې پوليسو ته په دې لړ کې د ککړو کسانو د نيولو امرونه کړي دي.