ټرمپ: باګرام هوايي ميدان اوس د چين په قبضه کې دی
د امريکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ خفګان ښودلی چې په وينا یې، په افغانستان کې د باګرام هغه هوايي ميدان چې يو وخت پکې امريکايي پوځيان مېشته وو، اوس د چين په قبضه کې دی. چين او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. ټرمپ دا خبرې د سعودي عرب، قطر او متحده عرب اماراتو د څلور ورځنۍ دورې په وخت کړې دي. په هغو هېوادونو کې د ولسمشر ټرمپ هرکلي په ډولونو او نڅاوو وشو. نوموړي اعلان کړی چې عربان به په امريکا کې ۴ ټريليونه ډالره پانګونه کوي. په دې اړه د بشیرګواښ ويډيو راپور وګورئ.