د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي


پر غزې د اسراییلو برید - انځور مې ۱۴ کال ۲۰۲۵م
پر غزې د اسراییلو برید - انځور مې ۱۴ کال ۲۰۲۵م

په فلسطین کې د غزې صحت اداره وايي د اسراييلو لخوا په غزې تازه بريدونو کې د یو خبریال په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

رويټرز خبري اژانس د حماس لخوا چلېدونکې د غزې د صحت ادارې له خولې لیکلي چې دغه بريدونه د مې په ۱۵مه ترسره شوي دي او په وژلو شویو کې د حسن سمور په نوم یو خبریال هم شامل دی. په دې برید کې د یاد خبریال د کورنۍ ۱۰ نور غړي هم وژل شوي دي. حسن سمور د حماس لخوا اداره کېدونکې اقصا رېډيو سره کار کاوه.

د فلسطين صحت کار کوونکو رويټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د اسرايیلو لخوا د غزې په خان يونس سيمه کې په وژل شویو کې اکثره ښځې او ماشومان دي.

امريکا او اروپايي ټولنې حماس يوه ترهګره ډله اعلان کړې ده. حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

اسرایيلو د مې د ۱۵مې نېټې د بريدونو په اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

پر غزې د اسراییلو تازه بریدونه پر داسې مهال شوي دي چې امريکايې او عرب منځګړو د اوربند تړون لپاره فشار راوړی دی او د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د منځني ختيځ په سفر بوخت دی.

XS
SM
MD
LG