کشميريانو د هند او پاکستان ترمينځ د اوربند هرکلی کړی دی
د مې پر ۱۰مه د هند او پاکستان ترمينځ د "بشپړ او سمدستي اوربند" تر اعلان وروسته کشميريانو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده. د هند تر واک لاندې کشمير ځايي اوسېدونکو ويلي دي چې له تېرو څو ورځو راهيسې ناارامه او پرېشانه ول. د هغوی په وينا، جنګ د ستونزو حل نه دی بلکې په خبرو سره ستونزې هوارېدای شي. په دې اړه ګل اياز د رويټرز او اسوشيېټېډ پرېس اژانسونو له ويډيوګانو راپور جوړ کړی دی.