پاکستان ويلي دي چې د مې پر ۱۰مه يې د هند پر ضد د "بُنیان المرصوص" يا "پياوړي جوړښت" په نوم پوځي عملیات پیل کړي دي.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي دي چې دا عمليات يې د هند د "پرلپسې بريدونو" په ځواب کې کړي دي.
چارواکو زياته کړه چې دا اقدام يې تر هغه وروسته وکړ چې هند د مې پر ۱۰مه سهار وختي د دوی پر درو هوايي اډو د میزایلو بریدونه وکړل، خو زياتوي چې څه ډول زيانونه نه دي ورته اوښتي.
بلخوا هند هم منلې ده چې پاکستان يې پر خاوره بريدونه کړي دي. هند دفاع وزارت د مې پر ۱۰مه وويل چې پاکستان د ډرون او نورو بريدونو په وسيله د هند پر بېلا بېلو سيمو بريدونو ته دوام ورکړی دی، خو په وينا يې چې ګڼ ډرورنه يې نسکور کړي دي.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د مې پر نهمه د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير او د دغه هېواد له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرې کړې دي او پر پاکستان او هند يې د کړکېچ راکمولو غږ کړی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه په دوو جلا، جلا بيانونو کې د روبيو له خولې ويلي دي چې هند او پاکستان بايد د "مستقيمو اړيکو" خوا ته بېرته راوګرځي.
د روبيو په وينا، امريکا چمتو ده چې د "رغوونکو خبرو اترو د پیل لپاره مرسته وکړي"، چې دا ډول د "راتلونکو شخړو مخنيوی" وشي.
بلخوا د مې پر ۱۰مه رويټرز خبري اژانس ليکلي دي چې روبيو له خپل هندي سيال اېس جېشنکر سره هم ټېلېفوني خبرې کړي او له هغه يې هم د کړکېچ راکمولو غوښتنه کړې ده.
جېشنکر د مې پر اتمه په نوي دلي کې له خپل ايراني سيال سره د خبرو پر مهال ويلي ول، که پاکستان پر هند انتقامي بريد وکړ نو "سخت" ځواب به ورکړي.
تر دې وړاندې، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس د مې پر اتمه له امريکايي ټېلېويژن فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال ويلي ول چې امریکا به هڅه وکړي چې د هند او پاکستان ترمينځ د شخړې شدت راکم کړي، خو نه شي کولای له دواړو خواوو وغواړي چې "وسلې پر ځمکه کښېږدي."
وېنس په مرکه کې زياته کړې وه: "هغه څه چې موږ یې کولای شو دا دي چې هڅه وکړو دغه خلک لږ څه ارام شي، خو موږ به د یوه داسې جنګ مينځ ته نه داخلېږو چې په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی، او د امریکا له توان څخه بهر دی چې کنټرول یې کړي."
د هند او پاکستان ترمینځ تازه نښته تر هغه یوازې څو ساعته وروسته پیل شوه چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو رياستي وزیر عادل الجبير د هند تر سفر وروسته پاکستانه ته ستون شو.
الجبیر د مې پر نهمه ناوخته اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې له وزیراعظم شهباز شریف او نورو پاکستانيو چارواکو سره کتلي ول.
بلخوا د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د مې پر ۱۰مه ويلي دي چې که له هند سره "ستونزه نوره هم پراخه" شي نو دوی (پاکستان) د بلې کچې لپاره چمتو دي.
هغه زياته کړه، په تېرو دوو، درو ورځو کې هند یقیناً د "سولې" په اړه خبرې کړې دي خو خپل "یرغل" ته یې هم دوام ورکړی دی.
پر پاکستان د هند ميزايلي بريدونه
دا تر هغه وروسته ده چې د هند دفاع وزارت دعوه کړې وه چې پوځ يې د مې پر اوومه سهار وختي په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل".
وزارت زياته کړې وه چې پر نهو ځايونو يې هغو پوځي عملياتو ته د "سيندور" نوم ورکړی وو.
د هند دفاع وزارت تر بريدونو وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي ول: "زموږ اقدامونه متمرکز، حساب شوي او د شخړې د پراخېدو په نيت نه دي. د پاکستان هېڅ پوځي مرکز هدف نه دی ګرځول شوی. هند د هدفونو د ټاکلو او د عملیاتو د اجرا په طریقه کې زیات احتیاط کړی دی."
بلخوا د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي ول چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. چودري زياته کړې وه چې په هغو بريدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول، چې په وينا يې ټول ولسي وګړي دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا، د مې پر اوومه هند د پاکستان تر واک لاندې کشمير په مظفر اباد او کوټلي او د پنجاب په مريدکې، سيالکوټ، شکرګړ او د بهاولپور په احمد پور شرقيه کې کړې دي. بهاولپور او مريدکې هغه سيمې ګڼل کېږي چيرته چې تر بنديز لاندې ډلو "جيش محمد" او "لشکر طيبه" مرکزونه دي.
د تازه جګړې لامل
د هند او پاکستان ترمينځ دا جګړه د ۲۰ کلونو راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې او د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د اپرېل پر ۲۲مه تر خونړي برید وروسته رامينځ ته شوې ده.
هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.
اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.
د پاکستان او هند پر کړکېچ شننه
د هند تر واک لاندې کشمير کې پر سيلانيانو او د هغه په غبرګون کې پر پاکستان د هند تر بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ کړکېچ خورا زيات شوی دی.
په امريکا کې څېړونکی او د نړيوالو اړيکو ښوونکی حسن عباس وايي چې که يو خوا په پهلګام کې تر بريد وروسته د پاکستان بيان "غير مسولانه" وو، نو بلخوا د هند له خوا د باورې شواهدو پرته پر پاکستان تور پورې کول هم یوازې "بې باوري" او د شخړې د پراخېدو "خطر" زیاتوي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "موږ ته اوس یو بل ډول زړورتیا په کار ده، هغه دا چې د همکارۍ تصور ولري، نه د تقابل. داسې سیمه، چې له بېوزلۍ او د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخامخ ده، جګړه نه شي زغملای."
په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني، چې دا مهال د امريکا د يو معتبر څېړنيز مرکز مخکښ غړی دی، وايي چې د هند او پاکستان کورني سیاستونه دا ایجابوي چې مشران يې "ملتپاله دریځ" ونیسي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "په دې وضعیت کې د هند لپاره یواځینۍ عاقلانه لاره دا ده چې یو برید وښيي او پاکستان داسې ځواب ورکړي چې وضعیت لا زیات خراب نه شي."
خو نوموړي په عين حال کې خبرداری ورکړ: "که یوه خوا برید وکړي، بله ځواب ورکړي، او دا لړۍ دوام ومومي، نو ممکن له کنټروله ووځي."
هغه زیاته کړه چې که څه هم اوس د دواړو هېوادونو خلک خوشحاله ښکاري، خو د جګړې په پایله کې به همدغه خلک زیان وويني، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصاد به سخت زیانمن شي.
ليکوال او د کراچۍ په وفاقي اردو پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې پخوانی مشر توصيف احمد خان وايي چې د هند او پاکستان ترمينځ کړکېچونه "مصنوعي وطنپالنه" پاروي.
نوموړي مشال راډيو ته وویل: "د دې سیمې ۱.۵ مېلیارده (اربه) خلک، چې ډېری یې په غربت کې ژوند کوي، د دې شخړې اصلي قربانیان دي."
توصيف خان همداراز ادعا وکړه چې د هندي وزيراعظم نريندرا مودي بهارتيا جنتا ګوند غواړي چې "سېکولر" هند په یو "هندو" رياست بدل کړي، او په عین وخت کې، د پاکستان رسنۍ د "عميق رياست" (پوځي اسټېبليشمېنټ) له خوا د "غیر جمهوري" روایتونو د خپرولو لپاره کارول شوې دي.
نوموړي زياته کړه: "د هند رسنۍ د وزیر اعظم نریندرا مودي د 'هندوتوا' نظریې تر اغېز لاندې دي او د پاکستان رسنۍ بيا د "عميق رياست" تر سخت کنټرول لاندې دي."
د هغه په وينا "نور د عقل لپاره ځای نه دی پاتې."