د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د پاکستان پر وزیر اعظم شهباز شريف ټينګار کړی چې هند او پاکستان بايد روان کړکېچ را کم کړي او له يو بل سره "نېږدې" کار وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې روبيو د مې پر اتمه شهباز شريف ته ټېلېفون وکړ او زياته يې کړه چې امريکا د جنوبي اسيا حالت له نېږدې څاري او د سيمې سولې او ثبات ته ژمنه ده.
بيان پرمخ ليکي چې شهباز شريف له روبيو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان د هند د میزایلي او ډرون بریدونو "په سختو ټکو غندنه" وکړه، چې له امله یې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ نور ژوبل شوي دي.
په بيان کې راغلي چې وزيراعظم روبيو ته وويل چې د هند بریدونه د پاکستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا "ښکاره سرغړونه" ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ليکلي چې شهباز شريف له روبيو سره د ټېلېفوني خبرو پر مهال د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوا د جنوبي اسیا د اوسني امنیتي وضعیت په اړه د "اندېښنې" څرګندونه وستایله.
دا تر هغه وروسته ده چې د هند دفاع وزارت دعوه کړې وه چې پوځ يې د مې پر اوومه سهار وختي په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل".
بلخوا د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي ول چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. چودري زياته کړې وه چې په هغو بريدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول، چې په وينا يې ټول ولسي وګړي دي.
تر هغه يوه ورځ وروسته، د مې پر اتمه پاکستان او هند پر يو بل د ډرون بريدونو تورونه پورې کړل.