د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي


د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د توپوهونکي پر سوځېدو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه
د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د پېښور زلمي د توپوهونکي پر سوځېدو خوشحالي کوي ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.

د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د مې پر اتمه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مې پر اوومه کوټه ګلیډیېټرز لوبډلې اسلام اباد یونایټېډ ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.

کوټه ګلیډیېټرز لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې يې د درو لوبغاړو په زيان ۲۶۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې د ۱۵۴ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل او لوبه يې وبايلله.

د مې پر نهمه لاهور قلندرز او پېښور زلمي یو بل ته مخامخېږي.

تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې له نهو سياليو څخه شپږ ګټلې دي او په ۱۳ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده.

تر دې وروسته کراچۍ کېنګز لوبډلې له اتو لوبو څخه پينځه او اسلام اباد یونایټېډ بيا له نهه لوبو څخه پينځه ګټلي او ۱۰، ن۱۰ پواینټه لري او د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا نېټ رن رېټ پر اساس پر دویم او درېيم مقام دي.

لاهور قلندرز له خپلو نهو سياليو څخه د پينځو او داراز پېښور زلمي له خپلو اتو سياليو څخه د پينځو سیالیو په ګټلو په ترتيب سره نهه او اته شمېرې لري او پر څلورم او پينځم مقام دي.

بلخوا ملتان سلطانز لوبډلې له نهو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال د دوه پواينټه (شمېرو) په درلودو سره پر وروستي مقام ده.

د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.

د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG