رابرټ پرووسټ، چې د ځان لپاره يې د "ليو څوارلسم" نوم غوره کړ، د مې پر اتمه د کاتوليک کلیسا او د مسیحیانو نوی مذهبي مشر وټاکل شو.
نوموړی لومړی امريکايي پوپ دی چې د نړۍ کاتولیکو کارډینالانو د ۱.۴ مېلیارده غړيو لرونکې کلیسا د مشرتابه لپاره منتخب کړ.
۶۹ کلن پوپ ليو څوارلسم نړیوالو محافلو ته زيات نه وو پېژندل شوی.
هغه په اصل کې د امريکا د شیکاګو اوسېدونکی دی، خو د خپل مذهبي ژوند زياته برخه یې د لاطيني امريکا په پېرو هېواد کې د یو مبلغ په توګه تېره کړې ده. نوموړی په ۲۰۲۳ز کال کې کارډینال شو، او تر اوسه يې ډېرې رسنیزې مرکې نه دې کړي.
ليو څوارلسم د پوپ فرانسېس ځای ناستی شوی، چې له ۲۰۱۳ز کال راهیسې یې د کاتولیک کلیسا مشري کوله، او د روان ۲۰۲۵ز کال د اپریل پر ۲۱مه د مسیحیانو د ایسټر په نوم د اختر پر دویمه ورځ په ۸۸ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی وو.
د پوپ ليو پخواني ملګري، پادري مارک فرانسېس، رویټرز اژانس ته ویلي چې پرووسټ (پوپ ليو) د خپل مخکیني پوپ، فرانسېس، قوي ملاتړی وو، په ځانګړي ډول، د ټولنیز عدالت په برخو کې يې د هغه ژمنتیا ته درناوی درلود.
مارک فرانسیس وویل: "هغه (پرووسټ) تل خوش مزاجه او ښه برخورد درلود، او د کلیسا د بېوزلو خلکو لپاره د غږ پورته کولو او د هغوی د عملي اندېښنو ليرې کولو مدافع پاتې شوی دی."
نوموړي زياته کړه چې نوی پوپ یو "ژور طنز" لري، خو "د شهرت غوښتونکی" کس نه دی.
پرووسټ (پوپ ليو) له ۲۰۱۵ز څخه تر ۲۰۲۳ز پورې د پېرو شمال لوېديز ښار چیکلایو کې د بيشپ په توګه خدمت وکړ، او همهغه کال يې د پېرو تابعیت ترلاسه کړ، چې اوس دوه ګونی تابعیت لري.
جېسس لیون اېنګلس، چې په چیکلایو کې د کاتولیکو مسيحيانو د یوې ډلې مشر دی، او له ۲۰۱۸ز کال راهیسې پرووسټ (پوپ ليو) پېژني، وايي چې هغه يو "ډېر ساده شخصیت" لري، چې تل نورو ته د مرستې لپاره چمتو وي.
اېنګلس وویل چې پرووسټ د پېرو مېشتو وېنېزویلایي مهاجرینو ته ځانګړې پاملرنه کوله: "هغه یو داسې انسان دی چې مرسته کول خوښوي."
دا په داسې حال کې ده چې له ۱.۵ مېلیونه زیات وېنېزويلايان د خپل هېواد د اقتصادي ستونزو له امله په وروستیو کلونو کې پېرو ته کډه شوي دي.