د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د ۱۰م پړاو په سیالۍ کې کوټه ګلیډیېټرز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي.
د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د مې پر اوومه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اتو او د کابل پر اووه نیمو بجو پیلېږي.
دا سيالي تر هغه وروسته کېږي چې د مې پر اوومه سهار وختي هند پر پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې يوشمېر بريدونه وکړل، چې د پاکستانيو چارواکو په وينا ۲۶ کسان پکې وژل شوي او ۴۶ نور يې ژوبل کړي دي.
بلخوا هندي چارواکي وايي چې د پاکستاني پوځ په بريدونو کې د هند درې کسان وژل شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکي وايي چې وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.
د پي اېس اېل سياليو په لړ کې د مې پر اتمه پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز یو بل ته مخامخېږي.
تر اوسه د شویو سیالیو پر اساس کوټه ګلېډيېټرز لوبډلې له اتو سياليو څخه پینځه ګټلې دي او په ۱۱ پواینټونو (شمېرو) پر لومړي مقام ده.
تر دې وروسته اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز لوبډلې نهه، نهه پواینټه لري او پر دویم مقام دي.
لاهور قلندرز له خپلو نهو سياليو څخه د پينځو او داراز پېښور زلمي له خپلو اتو سياليو څخه د پينځو سیالیو په ګټلو په ترتيب سره نهه او اته شمېرې لري او درېيم او څلورم مقام دي.
بلخوا ملتان سلطانز لوبډلې له نهو څخه یوه سیالي ګټلې او اوسمهال د دوه پواينټه (شمېرو) په درلودو سره پر وروستي مقام ده.
د پي اېس اېل سیالۍ د اپرېل پر ۱۱مه په راولپېنډۍ کې پیل شوې چې پکې د پاکستان کرکټ بورډ په وینا، ټولې ۳۴ سیالۍ کېږي او پایلوبه به یې د مې پر ۱۸مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې وي.
د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم ګډون کوي.