پښتانه د خپلو هنرمندانو قدر نه کوي: حسینه ګل
د پښتنې لیکوالې او شاعرې حسینه ګل تازه تازه درې کتابونه چاپ شوي دي. نوموړې تر دې وړاندې هم د شعر او نثر په میدان کې زیات شمېر کتابونه چاپ کړي او په پاکستان او افغانستان کې خلک د هغې له نامې سره اشنا دي. دا چې دا وارې یې درې کتابونه په یو وخت چاپ کړي نو د دې ترشا څه دي او دا کتابونه په کومو موضوعاتو لیکل شوي دي او ترڅنګ یې دا هم چې نور یې کوم کتابونه تر لاس لاندې دي.