د وزيراعلی پر مخکني ډاډ سربیره، افغان کډوال له خيبر پښتونخوا اېستل کېږي
د خیبر پښتونخوا داخله او قبایلي چارو محکمې په صوبه کې مېشت اسناد لرونکيو افغان کډوالو ته د جون تر ديرشمې پورې د وتلو ويلي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د خیبرپښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور ويلي وو چې د وفاقي حکومت لخوا په زور د افغان کډوالو د اېستلو له فیصلې سره اتفاق نه لري. خو په خیبر پښتونخوا کې د قبايلي چارو محکمې د مې پر څلورمه په بيان کې وويل چې که افغان کډوال د جون تر ديرشمې پورې نه ووځي نو که افغان کارډ لري هم، نو بهرنيان او غيرملکيان به ګڼل کېږي. تر دې مخکې افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو ته د مارچ ۳۱ نیټې مهلت ورکړل شوی وو او د اپریل له لومړۍ نیټې يې افغانستان ته د ستنېدو لړۍ روانه ده. پي او ار کارډ لرونکو ته د جون تر دیرشمې نیټې يوې وخت ورکړل شوی دی. له سیند او پنجاب وېستل شوي افغان کډوال وایی چې پولیسو دوی په زور اېستلي دي خو په خیبرپښتونخوا کې مېشته کډوال وايي چې تر اوسه ورپسې پولیس نه دي ورغلي.