نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د علي وزیر ملګري او د پي ټي اېم یو مخکښ بادشاه پشتین د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه د ضمانت پیسې په بانک کې جمع کوي او هیله لري چې پر وزیر بله کومه مقدمه جوړه نه شي.
د نورو اسلامي هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم هر کال د روژې له راتګ سره د خورما (کجورو) کاروبار زیات شي ځکه چې ډېری خلک د اسلام د پیغمبر محمد (ص) د سنت پوره کولو لپاره په خورما روژه ماتول غواړي. لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د کمېټۍ مشر مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د لادرکه بلوڅانو خپلوانو د فبرورۍ ۲۷مه په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل، پولیسو او د امنیتي ادارو کارکوونکو یاسر بلوڅ، صابر بلوڅ، نصیب بلوڅ، ګلزار بلوڅ، او سرفراز بلوڅ د کراچۍ ښار له بېلابېلو برخو څخه نیولي چې تر اوسه ورک دي.
د کراچۍ پولیسو د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ فعالان د جبري بې درکیو پرضد مظاهرې ته نه دي پرېښي. ټاکل شوې وه چې هغوی د فبرورۍ پر ۲۶مه د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاج وکړي، خو پولیسو یې مخه ونیوله. پولیس وايي چې فعالانو د احتجاج اجازه نه وه اخیستې. ویډیويي رپورټ.
د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د افغان کډوالو د ماشومانو لپاره د سید جمال الدین افغاني په نوم ښوونځی لا هم فعاله دی. دا ښوونځۍ په ۱۹۹۶ز کال کې د برهان الدین رباني د واکمنۍ په وروستیو کې جوړ شوی وو. پر هم هغه کال طالبان هم د کابل تر نیولو وروسته پر افغانستان واکمن شوي ول.
په کراچۍ کې د پاکستان او نیو زیلینډ ترمینځ د اتلانو جام لومړۍ سیالي کېږي. د فبرورۍ پر ۱۹مه د ښار په ملي لوبغالي کې د لوبې لیدو ته ګڼ خلک ورغلي. لنډ ویډیويي رپورټ وګورئ..
د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د ورکو بلوڅانو د لټون لپاره د فعاله سازمان وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز غړې سیمي دین بلوڅ د فبرورۍ پر ۱۲مه په کراچۍ پرېس کلب کې د خبرې غونډې پر مهال دعوه وکړه چې له هغو څخه یې ۴۳ کسان يوازې د بلوچستان په مکران سيمه کې ورک شوي دي.
د سیند حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سکر کې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په درج شوې مقدمه کې پر علي وزیر یو ځل بیا د ریاست او پوځ پر ضد ویناګانو او خلکو د پارولو تورونه پورې شوي دي.
د پاکستان په کوربتوب نړیړال سمندري مشقونه پای ته رسېدلي
زرغام خټک د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د ده دوه وروڼه وقاص خټک او احتشام خټک له خپل ملګري اکرام الله سره پر موټرسایکل روان ول چې په صدر سیمه کې یې د پولیسو له موټرسایکل سره ټکر وکړ.
د بلوچستان د بلوڅ مېشتې حب ضلعې انتظامي مشرې یا ډېپټي کمېشنرې روحانه ګل کاکړې د جنورۍ پر ۳۰مه تر هغه سمدستي وروسته د عامه نظم د ګډوډۍ په تور د نوموړي د نيولو امر وکړ چې ځايي عدالت د علي وزير خلاف په وروستۍ مقدمه کې هم د هغه د خوشې کولو حکم وکړ.
عدالت ته په ورکړل شوي درخواست کې چينايي وګړو ويلي ول چې هغوی په پاکستان کې پانګونه کړې نو د نړيوال قانون له مخې بايد د هغوی ژوند او کاروبار خوندي کړل شي.
د کمېشن مشر اسد اقبال بټ او نورو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې موضوع په کراچۍ کې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د هندوانو لسګونه کورنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په سیند کې له خپلو اصلي ټاټوبو څخه نورو ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوې دي.
د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ یوې مشرې فوزیې بلوڅې ویلي دي د جلسې لپاره یې سوله ییز کیمپېن کاوه چې پولیسو شپې ناوخته ورباندې تشدد وکړ.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، پاکستان د افغانستان ټرانزټ تجارت درولی دی.
د کراچۍ بندر مزدورانو د هغوی د چارو لپاره د ډاک لېبر بورډ په نوم د ځانګړې ادارې د ختمېدو پرضد مظاهره کړې ده. د جنورۍ ۱۴مې په مظاهره کې سلګونه مزدورانو ګډون وکړ او و یې ویل چې په ډاک لېبر بورډ کې ۲،۷۰۰ تنه کار کوي او وفاقي حکومت ویلي دي چې د اپرېل تر ۳۰مې پورې ټوله اداره ختموي. ویډیویي رپورټ.
پاکستان هندو کونسل د ۱۷ کلونو راهیسې د ډلهییزو ودونو دود جاري ساتلی دی
"په کراچۍ کې د میراتون سیالۍ: اسرار خټک لومړی مقام خپل کړ"
رابعه نور هغه ۱۷ کلنه پیغله سوکوهونکې ده چې د خیبر پښتونخوا په هریپور کې زېږېدلې، خو اوس د کراچۍ په بلدیه ټاون کې ژوند کوي. رابعه نه یوازې په ملي سیالیو کې برخه اخیستې، بلکې په نړیوالو سیالیو کې یې هم ګډون کړی او ځینې یې ګټلې دي.
نور وښیئ