نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د کراچۍ پښتون ګڼ میشته سیمه کیماړۍ کې لپه بېوزله کورنيو کې د پېسو وېشلو پر وخت د ګډوډي په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ ښځې ژوبل شوې دي. تفصیل په ویډیو کې
په سيند کې په لکونو پښتانه ژوند کوي چې پکې يې ګڼ شمېر د اخترونو لپاره خپلو پلرني ټاټوبو ته ځي.
د څېړنیزې ادارې مشر نثار احمد سولنګي وایي، په ټولنه کې په ښځو او ماشومانو د تشدد پېښې له پخوا راهیسې زیاتې وې خو پخوا ډېرو کمو خلکو هغه له پولیسو سره ثبتولی او اوس زیاتره پېښې له پولیسو سره ثبتیږي.
په پاکستان کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د څاروو تر ټولو غټه منډيي په کراچۍ کې لګېدلې ده. د کراچۍ په سپر های وی سيمه کې په ۷۰۰ اېکړه غځېدلې منډیۍ ته شاوخوا څلور لاکه څاروي وروستل شوي. خلک وايي چې سږ کال د قرباني څاروي ګران دي. تفصيل په دې ویډیو کې وګورئ.
د کراچۍ په ناظم اباد کې یوه کورنۍ هر کال د قربانۍ څاروي د کور پر بام ساتي او بیا یې د اختر پر ورځ د کرېن په مرسته ښکته کوي. د څارویو ښکته کولو ته له لیرې، لیرې سیمو څخه خلک نندارې ته ورځي. ویډیويي رپورټ.
ملګري ملتونه له ۲۰۰۰ز کال راهیسې د کډوالو نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځي چې کوربه هیوادونو ته سپارښتنه وکړي چې له کډوالو سره دې له تعصب، تاوتریخوالي، مذهبي عقایدو او سیاسي اختلافاتو پرته انساني سلوک وشي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په پېښه کې د پاکستانیانو د مرګژوبلې کره شمېر نه دی ورکړی خو د برتانیې ګارډیین ورځپاڼې ویلي دي چې په کښتۍ کې ښايي ۴۰۰ پاکستانیان سپاره ول.
چارواکي وایي، د جون پر ۱۴مه د بره اورکزیو په ښادیزیو سیمه کې د سکرو په کان کې د باران اوبه جمع شوې چې له کبله یې کان کښېناست او پکې درې مزدوران، چې د شانګلې اوسېدونکي دي، بند پاتې شول.
د بیپرجوای په نوم سمندري طوفان د سیند او د هند د ګجرات پر لوري روان دی. د طوفان له کبله د کراچۍ په ساحلي سیمو کې د اوبو سطح لوړه شوې او باران هم روان دی. نور په دې لنډ رپورټ کې.
د پاکستان حکومت وايي له روسيې څخه د خام تېلو سمندري بېړۍ د جون پر ۱۱مه کراچۍ ته رسېدلې ده. چارواکي زياتوي چې دا اقدام به نه يوازې د پاکستان د انرژۍ په کمي پوره کولو کې مرسته وکړي بلکې د اسلام اباد او مسکو د اړيکو يو نوی باب به هم پرانېزي.
مراد علي شاه زياته کړه، "له سجاول څخه د شاوخوا ۵۳،۵۲۲ کسانو د ايستلو منصوبه ده. د بدين له درو تحصيلونو نېږدې ۲۱،۰۰۰ کسان ۲۱زره کسان خوندي ځايونو ته ايستل کېږي. په کراچۍ کې به له ۷۰ خطرناکو ودانيو څخه خلک ايستل کېږي. دا ډول به د ټټه له ساحلي سيمو هم خلک باسو."
د پاکستان د موسمیاتو محکمې د هغه هېواد او هند په ساحلي سیمو کې د سمندري طوفان خبرداری ورکړی دی. په عرب سمندرګي کې توپان ته د بایپرجوای نوم ورکړل شوی دی چې په بنګالۍ ژبه د "ناورین" معنا لري. ویډیويي رپورټ.
محکمه وایي د جون ۱۴يا ۱۵ مه پورې د هغه طوفان ساحلونو ته د رسېدو امکان دی چې له کبله يې دسيند په کراچۍ، بدين، سجاول، ټهټه او بلوچستان په مکران ساحلي سيمو کې طوفان د تېزې سيلۍ او باران شکل غوره کړي
د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوونکي سازمان (وایس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) او د بلوچ یکجهتۍ کمېټۍ مشرانو، فعالانو او د ورکو کسانو د کورنیو غړو د جون پر اتمه په کراچۍ کې مظاهره کړې ده. د مظاهرچيانو وينا وه چې په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو عمل لا هم دوام لري.
د بلوچستان د پښین اوسېدونکی محمد اکرم ترین له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې په کراچۍ کې د هندواڼې شربت خرڅوي. دی وايي، ۲۵ کسان ورسره کار کوي او په ټرکونو، ټرکونو هندواڼې اخلي. ترین بېوزله کسانو ته وړیا شربت هم ورکوي. ویډیويي رپورټ.
شهزادي رای وویل چې پخوا له نرښځیو سره خورا زیات توپیر پالل کېده او چا به ورسره ناسته پاسته نه کوله خو اوس له وخت تېرېدو سره بدلون راغلی او د عادي وګړو په څېر به د ښاروالۍ په دفتر کې کار کوي.
د پاکستان د تجارت وزارت د جون پر دویمه ویلي وو چې په دې کې به د تيلو، ګېس او خوراکي توکو تر څنګ نور شيان هم شامل وي او دا تجارت به د پاکستان سرکاري يا حکومتي او غېر سرکاري کمپنۍ او تجاران په خپل سر هم کولای شي.
د نوموړي مېرمنې منشا پاشا پر ټولنیزو رسنیو په خپرې شوې ویډیو کې ویلي چې د جون پر لومړۍ نېټه کور ته د تلو پر مهال يې شاوخوا ۱۵ کسانو لاره ونیوله. "موږ تر ډوډۍ خوړو وروسته کور ته پر لاره وو، چې یوه سپین ډبل کېبين موټر کې شاوخوا ۱۵ وسلوالو لاره بنده کړې وه. زما خاوند يې له ځانه سره بوتلو.''
د جون په لومړۍ نېټه د کراچۍ له زندان څخه د هند ۲۰۰ کب نيوونکي خوشي کړل شوي دي. د هند دغه کب نيوونکي له تېرو څو کلونو راهيسې د کراچۍ په زندانونو کې ول چې د پاکستان په سمندري حدودو کې په ناقانونه توګه د ماهيانو (کبانو) نيولو په تور نيول شوي ول. په دې اړه نور تفصيل په ويډيويي راپور کې وګورئ.
نور وښیئ