نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د حیدراباد اوسېدونکي جان محمد خان د نومبر پر ۱۶مه، مشال راډیو ته وویل چې په حیدراباد، جامشورو، بدین او نورو ښارونو کې پولیس پښتانه کاروباریان نیسي، تاڼو ته یې بیايي او بیا ورڅخه د پیسو تر اخیستو وروسته یې خوشې کوي.
د نومبر پر ۱۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د کمېټې غړو په خبري غونډه کې تور پورې کړ چې پولیس ځيني اسناد لرونکي افغان کډوال هم باسي.
د ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید د نومبر پر نهمه د کراچۍ په مردان هاوس کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د عامو پښتنو له خوا یې شکایتونه ترلاسه کړي چې حکومت یې د افغان کډوالو په نوم ځوروي.
د هغې کمېټۍ يوې غړې او د بشري حقونو فعالې وکيلې سارا ملکاني تر اورېدنې وروسته مشال راډيو ته وويل چې په درخواست کې یې غوښتنه کړې وه چې له قانوني عمل پرته دې افغانان له پاکستانه نه ایستل کېږي ځکه چې دا د هغوی د بشري حقونو د تروړلو معنا لري.
په کراچۍ کې د پاکستان قبايل موومېنټ په نوم ډلې تور پورې کړی چې پوليس په سيند صوبه کې د افغان کډوالو په نوم پښتانه ځوروي.
د غورځنګ د کراچۍ يو مشر محمد الله مسيد مشال راډيو ته وويل چې ترين له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند پرضد فعالیت کاوه نو ځکه ورباندې پوليسو "د درواغو مقدمې جوړې" کړې دي.
د غورځنګ د سيند صوبې مشر عبدالرحمان د نومبر په درېیمه په کراچۍ پريس کلب کې دخبري غونډې پر مهال وويل په کراچۍ او سيند صوبې په نورو سيمو کې پولیس پښتانه ځوروي او کاروباروونه يي بند وي.
په کراچۍ کې پولیسو سلګونه افغانان نیولي دي او په کېماړۍ کې یې د بې اسناده بهرنیانو لنډمهالي کیمپ ته بیولي دي. یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته وویل چې پر اسنادو لرلو سربېره یې نیولي دي. وروسته پولیسو ومنله چې ۲۶۲ افغانانو اسناد لرل چې بیا یې خوشې کړل. ویډیويي رپورټ.
د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍیې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
د کراچۍ په کیمپ کې مېشت افغانان وايي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي. دوی وايي، د کار لپاره ښار ته نه شي تللی او تور پورې کوي چې پولیس یې نیسي او ورڅخه پیسې اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له لومړۍ څخه له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر پیل شوی دی. ویډیويي رپورټ.
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
د پاکستاني حکومت له خوا د افغان کډوالو نيولو او بيرته افغانستان ته په زور ليږلو پرضد په اسلام اباد، لاهور ، ملتان او کراچۍ کې عورت مارچ تنظيم د اکتوبر پر ۲۹ احتجاجي مظاهرې کړې دي. دوی په نګران حکومت سختي نيوکي کړی
پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه د کراچۍ په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه وکړل او و یې ویل چې د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره اقدامات کوي. په کراچې کې مېشتو یوشمېر افغانانو وویل چې په خورا ارزانه بیه یې کاروبارونه خرڅ کړل او اوس ورته حکومت د نغدو پیسو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.
پر دې مهال جان اڅکزي زياته کړه، "که کوم سیاسي ګوند له غیرقانوني کډوالو سره درېږي نو دا به د پاکستان له ریاست سره د دغه ګوند د تصادم په معنا وي."
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نه بېلې شوې ډلې له پاکستانه د افغانانو د ویستلو ضد احتجاج کړی دی. د اکتوبر پر ۲۲مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې ګوند له حکومته غوښتنه وکړه چې د کډوالو ویستلو پرېکړه دې بېرته واخلي.
د سیند د کورنیو چارو نګران وزیر حارث نواز د اکتوبر پر ۲۱مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له عدالتي کارروايي پرته ناقانونه افغان کډوال نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې لېږي.
د پاکستان له کراچۍ ښاره د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ په داسې حال کې پيل شوې چې د پاکستان حکومت بې اسناده بهرنيانو ته له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی. افغان کډوال وايي له لسګونو کلونو تېرولو وروسته يې خپل هر څه په نيمه وپلورل او د نامعلوم برخليک پر لورې هېواد ته ستنېږي.
په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو مخکښ محمد الله مسيد د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې نور الله ترين "نامعلومه کسانو" د اکتوبر پر څلورمه شپې مهال له خپل کوره پورته کړی وو.
نور وښیئ