ټرمپ د شام له ولسمشر احمد الشرع سره په سعودي کې ملاقات کړی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا ولسمشر ډانلد ټرمپ پر شام د بندیزو د ليرې کولو د پيل د اعلان تر څنګ، له شامي ولسمشر احمد الشرع سره ملاقات کړی دی. د مې پر ۱۴مه، د سعودي په همکارۍ شويو دې خبرو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ټېلېفون له لارې ګډون کړی وو. دا ملاقات له دې امله مهم دی چې احمد الشرع، چې پخوانی نوم یې ابو محمد الجولانی دی، د امريکا له خوا د ترهګرو په نوملړ کې اچول شوی وو. امريکا پر هغه د ۱۰ مېليونو ډالرو جایزه هم اعلان کړې وه چې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې یې تر هغه وروسته لیرې کړه چې د الشرع په مشرۍ وسلوالو د ايران او روسیې ملاتړ لرونکی، د بشارالاسد حکومت نسکور او خپله واکمني پيل کړه. تر هغه وروسته، الشرع نړۍ ته ځان د يو "سختدريځه وسلوال" پر ځای د يو "معتدل مشر" په توګه وړاندې کړی دی. د رويټرز او فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ راپور.