په خرلڅیو کې د "پاک افغان ورورولۍ روغتون" پرانیستل شوی دی

د پاکستان پوځ او د طالبانو حکومتي چارواکو د مې پر ۱۴مه د "پاک افغان ورورولۍروغتون" پرانيسته وکړه.

پاکستاني چارواکي وايي په خرلڅیو کې یې په سرحدي ټرمینل کې یو روغتون پرانیستی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د مې پر ۱۴مه پر اېکس یا پخواني ټویټر لیکلي دي چې د "پاک افغان ورورولۍ" په نوم دا روغتون د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په ګډو هڅو جوړ شوی دی.

نوموړي وړاندې لیکلي دي چې د دې روغتون د جوړولو موخه د دواړو هېوادونو ترمینځ د ښه نیت او خپلمنځني همکارۍ څرګندونه ده.

محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه د دغه روغتون انځورونه هم خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې په یاد روغتون کې په پرمختلليو وسایلو سنبال لابراتوار هم موجود دی.

پاکستاني چارواکي وايي دا روغتون به په ځانګړې توګه د سرحدي سیمو د اوسېدونکو او افغانانو لپاره د طبي اسانتیاوو یو مهم مرکز ثابت شي.

د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو لوړ پوړو پوځي او انتظامي چارواکو او ولسي مشرانو ګډون کړی وو.

په خرلڅیو کې دا نوی روغتون په داسي وخت پرانیستل شوی د خرلڅیو لار له اووه میاشتني ځنډ نه وروسته د مې پر اتمه یو وارې بیا د تجارت لپاره پرانیستل شوه.

د خرلڅیو لار د افغانستان پکتیا او د خیبر پښتونخوا کورمه له یو بل سره نښلوي.

پاکستان په کورمه کې د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې د فرقه یيزو نښتو تر شروع کېدلو وروسته د خرلڅیو - پکتیا لاره تړلې وه. د خرلڅیو ټرمینل ته له نورو ضلعو څخه تجارتي مالونه په غټو ګاډو کې پر ټل ـ پاړه چینار مرکزي لارې وړل کېږي خو چې په ۲۰۲۴ز کال کې حالات خراب شول نو د سیمې د تګ راتګ لارو له تړل کېدو سره هلته روان تجارت ودرېد.

د کورمې ځینو سوداګرو د مې پر نهمه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د خرلڅیو لارې پر بيا پرانیستو خوښي ښکاره کړه او د دواړو خواوو له حکومتونو یې وغوښتل چې لارې دې پرانیستې وساتي ځکه چې له دې سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو روزګار تړلی دی.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. هغه مهال پاکستانیو چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې کړی وو چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمینځ اړيکې ترینګلې شوې وې، خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.

د پاکستان او افغانستان ترمينځ ۲۸ لارې موجودې دي چې پر ډېرو یې سوداګري اوس بنده شوې ده.

تورخم او چمن تر ټولو لويې تجارتي لارې دي چې پاکستان د وېزې او پاسپورټ شرط ورباندې عملي کړی دی. له دې امله خلکو په بيا بيا مظاهرې کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د سوداګرۍ ډېرولو لپاره دې د پاسپورټ او وېزې شرط ختم کړل شي خو د پاکستان حکومت تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې او وايي چې د اسنادو درلودل د امنيت لپاره ضروري دي.