د پي ټي اېم مخکښ او د کروندګرو د حقونو فعال لياقت يوسفزی خاورو ته سپارل شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ او د کروندګرو د حقونو فعال لیاقت یوسفزی د مې پر ۱۲مه د زړه د حملې له امله تر مړينې وروسته پر همهغه ورځ په صوابۍ کې په خپل پلرني ټاټوبي کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي زوی هېواد يوسفزي مشال راډیو ته ويلي چې پلار يې تر کور زيات وخت د پښتنو او د کروندګرو د حقونو غوښتلو ته ورکړی وو. لياقت يوسفزي له ۱۹۸۰مې لسيزې راهيسې د پښتنو ملتپاله مبارزه پيل کړې وه. د هغه پر مړينې ګڼو پښتنو مشرانو غمرازي څرګنده کړې ده.