شمالي وزیرستان کې هدفي برید کې ۴ ولسي مشران وژل شوي، ۱ ژوبل دی

په شمالي وزيرستان کې پوځيان په خپل ګاډي کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

پولیس او ځايي مشران وایي چې په شمالي وزیرستان کې په یو وسلوال برید کې څلور ولسي مشران وژل شوي او یو ژوبل شوی دی.

د میرامشا تاڼې یو چارواکي او يو ځايي ولسي مشر د موضوع د حساست له امله د خپلو نومونو پټ ساتلو په شرط نن (د مې پر ۱۳مه) مشال راډیو ته وویل چې د سیمې دغه مشران د مې پر ۱۲مه په سپينوام کې دغه مشران د یوې شخړې تر هوارولو وروسته په يو ګاډي کې کور ته پر لاره ول چې له ماښام لږ وړاندې ناپېژندليو وسلوالو د خلکو په وړاندې پر هغوی برید وکړ.

د سيمې ولسي مشر زياته کړه چې د بريد پر مهال نه ځايي پوليسو او نه هم د کلي خلکو څه ډول مزاحمت وکړ.

په وژل شويو ولسي مشرانو کې ملک شېر بهادر، ملک اجمل، ملک لېوان خان او ملک شوتلې خان شامل ول. بلخوا ملک مولي خان په بريد کې ژوبل شوی دی.

د سیمې پولیس وايي د "نامعلومو" کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د دغه برید مسولیت لا چا نه دی منلی.

دا هم وګورئ:

په پېښور کې ۲ پولیس او په شمالي وزیرستان کې ۲ ولسي وګړي وژل شويد تیرا مشران وايي د پوځ پر شتون سربېره امنیت مخ په خرابېدو دیپه جنوبي وزیرستان کې ۹ پوځيان وژل شوي، ۵ ژوبل ديد بنو د ميران سيمې اوسېدونکو د تښتول شوي ښوونکي د خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دیپېښور کې يو ښوونکی په هدفي بريد کې وژل شوی دیپولیس وايي وسلوالو په لکي مروتو کې د اېف سي ځواک ۱ سرتېری وژلی دی

تر دې يوه ورځ وړاندې، د مې پر ۱۱مه هم د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې په یو هدفي برید کې دوه کسان وژل شوي ول. د هغه برید ذمه واري هم چا نه وه منلې او پولیسو ویلي ول چې د "نامعلومه" کسانو خلاف یې مقدمه درج کړې ده او پلټنې یې پیل کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د مې د ۱۲مې پېښه په روان ۲۰۲۵ز کال کې ۱۲م هدفي بريد وو، چې د زياترو ذمه واري يې چا نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې په لسګونو بریدونو کې ګڼ ولسي مشران، فعالان، دیني عالمان، سیاستوالان، پخواني وسلوال، حکومتي کارکوونکي او عادي وګړي وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۳۷ هدفي بریدونه شوي ول چې ګڼو ولسي مشرانو، د بشري حقونو فعالانو او د سرکاري ادارو غړو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه.

د شمالي وزیرستان انتظامي او امنیتي چارواکو څه موده مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په ضلع کې یې د امنیت په موخه د وسلوالو پرضد کاروایۍ سختې کړې دي. د پاکستان حکومت هم په بیا بیا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوډ ښوولی دی او وايي چې په دې لړ کې یې د وسلوالو ډلو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده.

په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو، خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زياتوالی پکې راغلی دی.