پاکستان کې ځينو خلکو د پوځ په ملاتړ لاريون کړی او له هند سره یې اوربند لمانځلی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې ځينو خلکو د مې پر ۱۱مه، د لاریونونو په کولو سره د هند سره اوربند ولمانځه او له خپل پوځ سره یې ملاتړ وښود. هند تور پورې کړی چې د اپريل پر ۲۲مه د هغه برید په پاکستان کې جوړ شوی وو چې د هندي کشمير په پهلګام کې یې ۲۶ ولسي وګړي ووژل. پاکستان دا تور رد کړی دی. تر هغه وروسته هند د پاکستان پر پنجاب او کشمیر کې بریدونه وکړل چې پاکستاني پوځ یې هم په ځواب کې حملې وکړې. دواړو غاړو يو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کړې دي. خو د مې پر لسمه، د امريکا په منځګړتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند وشو.
په دې اړه دا ويډيو وګورئ.