د جانيخېلو پرلتوال د پوځ لخوا وژل شوي تن مړی د احتجاج په ډول د پوځي کلا مخې ته ښخوي

جانیخېل د پرلت په حال کې. انځور د مې د نهمې دی.

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې پرلتوال وايي د پوځ په هاوان مرمۍ د وژل شوي يو تن مړی به په همغه ځای کې د پوځ د کلا مخې ته ښخ کړي.

دوی مشال راډيو ته ويلي چې دا کار د احتجاج په توګه کوي. د سیمې خلکو د مې له اوومې نېټې راهېسې هلته د پرلت خېمه وهلې ده او د هغه کس مړی یې هم د احتجاج په توګه هلته اېښی دی چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ لخوا په توغول شوي هاوان مرمۍ لګېدلی وو.

پرلتوالو هاوان ویشتونکو پوځيانو ته د سزا غوښتنه کړې ده. دوی مخکې ويلي وو چې تر څو ورسره انصاف نه وي شوی، د وژل شوي تن جسد به خاورو ته نه سپاري. خو د پرلت منتظم لطيف وزيري د مې په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې سختې ګرمۍ ته په کتو ښايي دا پرېکړه بدله کړي.

هغه وويل: "نن (د مې پر یوولسمه) به مشران راټولیږي چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره يوه کړنلاره وټاکي. په سخته ګرمۍ کې د وژل شوي تن جسد خرابيږي نو امکان دی چې نن يې خاورو ته وسپارو. خو مړی د پوځي کلا مخې ته ښخوو." البته نوموړي وويل چې دا یې د احتجاج پای نه دی بلکې پرلت به یې د غوښتنو تر منل کېدو روان وي.

ځايي خلک وايي چې د مې پر شپږمه د هاوان مرمۍ (مارټر ګولې) په نتيجه کې د سیمې یو کس او د هغه لور وژل شوي ول او زوی یې بیا ژوبل شوی وو. د پاکستان پوځ لا د ځايي خلکو د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

پرلتوالو زیاته کړې چې تر دې دمه هېڅ حکومتي حکومتي چارواکي د هغوی د غوښتنو اورېدلو لپاره نه دی ورغلی. ځايي انتظامیې په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. خو د پوځ یو افسر، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د وسلوالو خلاف هدفي عملیات روان دي او هغوی هڅه کوي چې د ولسي خلکو ځاني او مالي تاوان پکې ونه شي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې د پوځ په بریدونو کې ولسي وګړو ته زیان رسېدلی. تر دې مخکې هم د وسله والو او پوځ د نښتو په مهال ملکي خلکو او کورونو ته نقصان رسېږي.

د جانیخېلو د ځوانانو د اتحادیې یو مشر علاالدین د مې پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پوځ او وسلوال دې د یو بل پرضد د بریدونو په مهال د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي. "پوځ او طالبانو ته زموږ خواست دی چې موږ ستاسو جنګ ته نه درځو نو موږ مه وژنئ. موږ نه ټوپک رااخلو او نه وسله والې لښکرې جوړوو."