هند وايي د پاکستان انتقامي بريد ته به "سخت" ځواب ووايي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د مې پر اتمه يې د دغه هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د هند ۲۵ ډرونونه (بې پيلوټه الوتکې) نسکورې کړې دي. د پوځ وياند ويلي دي چې د هغو ډرون بريدونو په نتيجه کې څلور پوځيان ژوبل شوي او يو ولسي وګړی وژل شوی دی. هند لا د پاکستان د ادعا په اړه څه نه دي ويلي، خو خبرداری يې ورکړی دی چې که بريد ورباندې وشو ، نو "سخت" ځواب به ورکړي. د رويټرز او فرانس پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ راپور.