د خيبر پښتونخوا په زياتره ميداني او غره ييزو سيمو کې د مې له اتمې سهار راهيسې بارانونه او په ځينو سيمو کې له تندو بادونو سره ږلۍ هم شوې ده.
په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د بيړنيو حالاتو لپاره ضلعي انتظاميو ته خبرداری ورکړی دی. پي ډي اېم اې زياته کړې ده چې د بارانونو او تندو بادونو دا لړۍ به د مې تر ۱۲مې روانه وي.
کروندګر وايي چې د لوونو وخت دی، او که زيات باران وشو نو فصلونو به يې زيانمن شي. بلخوا پي ډي اېم ويلي دي چې کروندګر دې له احتياطه کار واخلي او د فصلونو او مالونو ترڅنګ دې خپل ځانونه هم له احتمالي زيانونو وژغوري.
پي ډي اېم اې په خپل بيان کې عام ولس ته هم خبرداری ورکړی دی چې له سيندونو، کمزورو ودانيو او د برېښنا (بجلۍ) له تارونو دې ځان لېرې ساتي. بلخوا سيلانيانو ته هم لارښووونه شوې ده چې له احتياطه دې کار واخلي او تر تګ وړاندې دې د سيمې موسم وګوري.
د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې پرمخ ليکلي دي چې د څه ډول بيړنۍ پېښې په صورت کې دې له هغوی سره پر وړيا ټېلېفون شمېرې، ۱۷۰۰، اړيکه ونيسي.
د موسمياتو ادارې د اټکل له مخې، د خيبر پښتونخوا په چترال، دير، کوهستان، سوات، شانګله، مانسهره، بټګرام، ايبټ اباد، هري پور، ملاکنډ، بونېر، باجوړ، مومند، خيبر، اورکزی، کورم، وزيرستان، پېښور، چارسده، نوښار، صوابۍ، بنو ، کرک او کواټ کې د باران امکان دی.
دا په داسې حال کې ده چې په اپرېل کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې د ورښتونو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او نهه ژوبل شوي ول.
تر هغه مخکې د مارچ په پای کې بارانونو، تېزو بادونو او ږلۍ په پېښور، چارسده، ملاکنډ، بونېر او یوشمېر نورو سیمو کې ولاړ فصلونه زیانمن کړي ول.
د خیبر پښتونخوا د کروندګرو د ټولنې مشر رضوان الله خان د مارچ پر ۲۷مه مشال راډیو ته ويلي ول چې د ورښتونو له وجې د غنمو تیار فصل زیانمن شوی او د مېوو باغونه یې خراب شوي دي.
نوموړي زياته کړې وه، پاکستان د پیسو نړیوال له صندوقه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې چارو لپاره مرسته ترلاسه کوي نو حکومت دې د خیبر پښتونخوا له کروندګرو سره هم مرسته وکړي.
تر هغه مخکې بيا د فبرورۍ په پای کې هم په خیبر پښتونخوا کې بارانونو خلکو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي ول.
بل پلو، په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.
تېر کال هم په خیبر پښتونخوا او افغانستان کې بې وخته بارانونو خلکو ته سخت مالي او ځاني تاوانونه اړولي ول.
پوهان وایي، په افغانستان او پاکستان کې طبیعي ناورینونو لامل د اب و هوا بدلون دی چې له کبله یې اوس بارانونه د ټاکلي وخت پر ځای ناڅاپي کېږي چې کرنیزې ځمکې، کورونه، او د خلکو ژوند ته زیان رسوي.