د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو په قبایلي ضلعو کې په ګرځبندیز نیوکې کړې دي

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د قبايلي سيمو غړو پر حکومت نيوکه کړې چې د وسله والو پر ضد پرېکنده ګامونه نه شي اخیستلی خو د ولسي وګړيو په تکليفولولو لپاره کرفيو لګوي.

د خيبر د تيرا سیمې استازي غني افريدي د مې پر پينځمه په خپله وينا کې دا هم وويل چې پوځ د بې ګناه وګړيو پر کورونو مارټر ګولۍ وولي چې ولسي خلک پکې زیانمنېږي.

د وزیرستان، نېک محمد وزير وويل چې هره ورځ د کرفیو له وجې د خلکو ژوند تريخ شوی دی. ځينو نورو سیاستوالو هم پر حکومت او پوځ نيوکې وکړي.

د پاکستان امنیتي ادارې په شمالي او جنوبي وزیرستان او همدا رنګه په نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د وسلوالو خلاف عملیات کوي چې پر مهال یې حکومت ګرځبندیز اعلان کړی وي چې له وجې یې خلک له ستونزو سره مخامخ کېږي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه تازه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې ويلي وو چې دوی ولسي وګړي نه په تکليفوي بلکې عمليات یې د وسله والو پر ضد دي.