"فرنټ لاين ډيفېنډرز" له پاکستانه د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کولو غوښتنه وکړه

د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کولو لپاره په پاکستان کې مظاهرې هم شوې دي: انځور له ارشیف

د بشري حقونو لپاره د مبارزه کوونکيو د دفاع نړيوالې ادارې (فرنټ لاين ډيفېنډرز) د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د بلوچ يکجهتي کمېټې مشره، ډاکټره ماهرنګ بلوڅ دې خوشې کړي.

هغې ادراې د مې پر شپږمه په يو بیان کې وويل چې ماهرنګ بلوڅ د خپلو خلکو لپاره په سوله ییز ډول خپل حقونه غوښتل چې دا کوم جرم نه دی. په بیان کې راغلي چې ماهرنګ بلوڅ د پاکستاني پوځ او پولیسو د سرغړونو په اړه په ډاګه مبارزه کړې او بنديخانې یې مخه نه شي نیولی.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغه سازمان د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې د مارچ پر ۲۳مه د بخښنې نړيوال سازمان هم د ماهرنګ بلوڅ د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. یاد سازمان هغه مهال ویلي وو چې ماه رنګ بلوڅ ته له خپلو وکیلانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د انساني حقونو ښکاره سرغړونه ده. سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې د بلوڅ فعالانو پر ضد له بې اساسه مقدمو جوړولو لاس واخلي.

ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د بلوچ يکجهتي کمېټۍ ګڼ نور غړي تېره مياشت په کراچۍ او بلوچستان کې نيول شوي وو. پولیسو پر هغوی د ګډوډۍ جوړولو تور پورې کړی دی خو د بشري حقونو نړيوالې ادارې او د ماهرنګ بلوڅ وکيلان دا ردوي او د مظلومانو لپاره د اوچتونکو غږونو خاموشه کول یې بولي.

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او زرګونه نور یې وژلي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري لپاره يو سرکاري کمېشن موجود دی.