د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته د ترکیې د سفر بلنه ورکړې او ټاکل شوې ده چې اردوغان هم واشنګټن ته لاړ شي.
ټرمپ دا څرګندونې د مې پر پینځمه پر ټولنیزې رسنۍ "ټروث" کې کړې دي.
نوموړی وايي هغه لیواله دی چې د ولسمشر اردوغان سره کار وکړي ترڅو دروسیې او اوکراین ترمنځ دا وژونکې جګړه سمدلاسه پای ته ورسوي.ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې کیېف او ماسکو د اوربند لپاره راضي کړي.
هغه تر دې وړاندې (اېن بي سي) نیوز سره په یوه مرکه کې هیله څرګنده کړې وه چې د اوکراین او روسیې په شخړه کې د هغه صبر او زغم محدود دی خو د دې باوجود هغه ګڼي چې د سولې تړون لا هم ممکن دی.
ترکیه، چې د ناټو غړی دی، د روسیې د یرغل له پیل راهیسې یې هڅه کړې چې د تورې بحیرې له خپلو دواړو ګاونډیو، روسیې او اوکراین سره اړیکې وساتي، او دوه ځله یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو کوربه توب کړی دی.
د ټرمپ په وینا، په دې ټیلیفوني خبرو کې، چې هغه یې ډېرې ښې او رغنده وبللې، دواړو مشرانو د سوریې، غزې او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
اردوغان له ایران سره د امریکا د اټومي خبرو اترو ملاتړ څرګند کړی دی.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې یې له اردوغان سره اړیکې ډېرې ښې وې.
ټاکل شوې ده چې ډانالډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.