پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۸ وسلوالو وژلو دعوه کړې ده

د ارشیف انځور

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال د اتو وسلوالو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر پینځمه رسنیو ته په استولې یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس دا عملیات د مې د څلورمې او پینځمې نېټې په منځنۍ شپه په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو او خیبر کې ترسره شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دغو عملیاتو کې د شمالي وزیرستان په میرلي کې درې، په جنوبي وزیرستان کې دوه او په خیبر او بنو کې درې وسلوال چې پوځ ورته خوارج وايي وژل شوي دي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول؟

دا هم وګورئ: د بلوچستان په کلات کې وسله والو ۵ پولیس تښتولي او ګڼې دولتي ودانۍ یې سوځولې دي

د پوځ اعلامیه وايي په دغو عملیاتو کې یو پوځي سرتېری هم ژوبل شوی دی.

کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ د دغو ادعاوو سپیناوی کولی شي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ تر دې مخکې د مارچ پر ۲۷مه په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې په عملیاتو او نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي او بي اېل اې په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

دا هم وګورئ: په واڼه کې د امن کمېټۍ دفتر کې چاودنې ۷ تنه وژلي دي

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.