د جنوبي وزيرستان د کړېکوټ خلک انټرنېټ او موبايل نېټورک غواړي

په کړېکوټ کې د ځوانانو مظاهره

د جنوبي وزيرستان د کړېکوټ ځوانانو د انټرنېټ او ټيليفون سیسټم د بحالۍ لپاره احتجاج کړی دی.

د مې پر پينځمه په کړېکوټ کې ځوانانو د مظاهرې په وخت پر بينرونو د انټرنېټ، موبايل ټيليفون او ډي اېس اېل سیسټم د بحالۍ د غوښتنو شعارونه ليکلي وو. هغوی ويل چې د انټرنېټ نشتون له وجې خلک په بهر کې د خپلو خپلوانو سره خبرې نه شي کولی، انلاين سبق نه شي ويلی اوپر انټرنېټ یې کاروبارخراب شوی دی.

د احتجاج يو مشر کلیم وزير مشال راډيو ته وويل چې په نيږدې کلي، شهيد موړ کې نامعلومو کسانو هغه ټاور سوځولی چې سیمې ته یې د انټرنېټ نېټورک برابراوه. د هغه په وينا دا ټاور دې ژر ورغول شي. "بله مسله د ډي اېس اېل سيسټم غيربحالي ده. انټرنېټ او موبایل ټيليفون بايد بحال کړل شي. خلک د ګڼو ستونزو سره مخامخ دي چې په دې نوې زمانه کې هم د انټرنېټ او ټيليفون بنیادي اسانتياوې نه لري."

د کړېکوټ د مظاهرې ګډونوال

د جنوبي وزیرستان ډيپتي کمېشنر په دې اړه د مشال راډيو پوښتنې ځواب نه کړي. خو له سیمې د قامي اسمبلۍ غړي، زبیر وزير د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه د مې پر پينځمه، مشال راډيو ته وويل چې کوښښ کوي د خلکو ستونزې حل کړي. "موږ د کړېکوټ د سوځېدلي ټاور د بیا جوړولو لپاره يو درخواست ورکړی دی. انشالله دا به جوړ شي. خو اوسمهال د امنيت مشکلات دی نو هلته ډير څوک نه شي ورتللی. د انټرنېټ او ټيليفون سیسټم بحالي هم د ناامنۍ له وجې ده. انشاالله کوښښ کوو چې دا ستونزې حل شي."

دا لومړی ځل نه دی چې په جنوبي وزيرستان کې خلک د انټرنېټ او ټيليفون لپاره مظاهرې کوي. د جنوبي وزيرستان په شمول، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلکو پر موبایل ټېلېفون او انټرنېټ د لګول شویو محدودیتونو ضد وخت په وخت شکایتونه کړي دي.

پر دې سربیره، په شمالي وزیرستان، باجوړ، خیبر، کورمه او ځینو نورو ضلعو کې هم تر دې وړاندې د انټرنېټ د نه شتون یا ورباندې د بندیز او یا هم د موبایل ټېلېفون د ۳ جي او ۴ جي انټرنېټي خدماتو لپاره مظاهرې شوې وې چې تر هغې وروسته حکومت هلته انټرنېټ بحال کړی وو.

اکثره وخت حکومتي چارواکي دريځ ښيي چې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره انټرنېټ نه بحالوي. حکومت دریځ لري چې دا کار په امنیت کې مرسته کوي خو د بشري حقونو ادارې دا د بیان او شخصۍ ازادیو پر ضد بولي.