د خيبرپښتونخوا په سوات کې پولیس وايي هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې ښځې د خپلو کورنيوو د غړو لخوا وژل شوي دي.
د تحصيل مټې د کالاکوټ تاڼې تاڼېدار جاويد خان د مې پر پينځمه، مشال ريډيو ته وويل چې هغلته يو ورور خپله خور په ډزو وژلې ده. د خان په وينا، هغه ورور ځکه خپله خور وژلې چې هغې له خپل مېړه طلاق اخیستی وو. پولیس وايي د وژل شوې ښځې ورور يې نيولی دی او پر ضد يې د غېرت په نامه د وژنې مقدمه درج کړې ده. د مې پر پينځمه دا يوازینۍ پېښه نه وه.
په هغه ورځ د مټې تحصيل په سپين پوړه سيمه کې يو تن خپله ښځه په چړو وهلې او وژلې ده. د مټې تاڼې اېس اېچ او، حبيب سيد مشال راډيو ته وويل چې د وژل شوې ښځې د ورور په خواست يې د ملزم پر ضد د قتل مقدمه درج کړې ده. پوليس وايي دا ښځه چې د شپږ بچو مور وه، د وژلو لامل يې کورنۍ جګړه ښکاري. د سید په وينا د وژل شوې ښځې مړی يې د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته وړی دی او پلټنې يې پيل کړي دي.
دا هم وګورئ: پاکستان کې ولې ښځې وژل کېږي؟تر دې يوه ورځ مخکې، د مې په څلورمه يو سړي لومړی خپله ښځه په ډزو وژلې وه او بيا يې پر خپل ځان ډزې کړې وې. نوموړی په دې پېښه کې ژوبل شوی دی. د سوات تحصيل کبل تاڼې، تاڼېدار ګوهر علي مشال راډيو ته وويل چې ۷۰ کلن محمد زاده خپله ښځه په کورنۍ شخړه وژلې ده. پولس وايي محمد زاده روغتون ته وړل شوی، البته د نوموړي پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي.
په سوات کې د "دي اوېکنېنګ" یا بیدارۍ په نوم د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ناحکومتي ټولنه وايي، په هغه سیمه کې وخت په وخت نجونې د ناموس په نوم وژل کېږي. هغه ټولنه زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې په سوات کې ۱۷ ښځې او نجونه وژل شوې دي.
د سوات تحقيقاتو څانګې پوليس مشر باچا حضرت وايي چي پوليس د قانون مطابق کارروايي کوي. د هغه په وينا داسې پېښې یې هم مخې ته راغلې چې پکې د قتل نوم ته د خودکشۍ نوم ورکړل شوې ده.
په پاکستان کې د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ کال د فرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې. په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې نارينوو په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې وژلې وي چې ۱۳۴ یې د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې دي. هغو قاتلينو خپلو وژنو ته د غیرت نوم ورکړی دی.
په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموس په نوم د وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي. خو د بشري حقونو فعالان وايي چې پر دې قوانينو عمل نه کېږي.
د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړیو برابر حقونه ورکړي.