د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه (چیمبر اف کامرس) چې د هند او پاکستان د کشالې له وجې د افغان سوداګرو مالونه هند ته نه دي اوښتي او په کراچۍ کې ولاړ پاتې دي چې له وجې یې هره ورځ سلګونه زره ډالر زیان اوړي.
د دې خونې مرستيال مشر خان جان الکوزي د مې پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له بهرنيوو چارو وزیر امير خان متقي سره په دې اړه خبرې وکړي او غوښتنه یې وکړه چې دا مسله حل کړي. د هغه په وينا د هرې ورځې ځنډ تجارانو ته درانه مالي تاوانونه اړوي.
په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مشر، نور احمد نور د مې پر څلورمه د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ او په سیمه یې اغېزو په نوم په یوه سیمنار کې د وينا په وخت منلې وه چې د واګه بندر تړل کېدو له وجې د افغان سوداګریزو توکو د لېږد مخه نیول شوې نو ځکه یې افغان سوداګرو ته د پام وړ زیان اړولی دی. هغه دا نه دي ويلي چې د دې مسلې د حل لپاره څه کوي.
د یادونې ده چې د اپرېل پر ۲۲مه د هند تر واک لاندې کشمېر کې تر خونړي برید وروسته، هند له پاکستان سره پر واګې پوله پر تجارت بندیز لګولی دی. هندي چارواکو ويلي چې پر دې لاره به تجارت تر بل امر پورې بند وي.
دا هم وګورئ: سوداګر: د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ په درامداتو کې ۷۹ فيصده کمی راغلی دیپه پهلګام کې شوې، د وسله والو په هغه برید کې ۲۶ ولسي وګړي ووژل شول، چې ډیری یې هندو سیلانیان ول. د هغې حملې ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې. هند وايي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي په دې اړه پلټنو ته تيار دی.
د پاکستان حکومت د اپرېل پر ۳۰مه اعلان وکړ چې په اسلاماباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت په غوښتنه یې نيږدې ۱۵۰ افغان مالونه وړونکيو لاريوو ته اجازه ورکړې چې پر واګه بندر هند ته خپل مالونه يوسي. خو د هند حکومت له پاکستانه د هر ډول ټرانزیټي توکو په ورتګ بندیز لګولی دی.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یو رسمي مکتوب له مخې، چې یوه کاپي یې د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ترلاسه کړې، پر واګه پوله د تجارتي ټرکونو د تګ راتګ اجازت نشته. په هغه مکتوب کې راغلي چې دا حالت به تر بلې پرېکړې همداسې روان وي.
افغان سوداګر وايي چې دې محدویتونو اندېښمن کړي دي. د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل چې دا مهال په واګه بندر کې شاوخوا ۱۵۰ په سوداګریزو توکو بار ټرانزیټي موټرې بندې پاتې دي. دی زیاتوي چې د دغه بندر په تړل کېدو سره به هند ته د وچې مېوې صادرات په راتلونکي کې د پام وړ کم شي.
هند ته د وچې مېوې یو سوداګر حبیب الرحمان رحماني، چې سوداګریز مالونه یې په پاکستان کې بند پاتې دي، مشال راډیو ته وویل: "د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي بند پاتې دي. که لاره ژر خلاصه نه شي نو موږ اړ یو چې خپل مالونه بېرته افغانستان ته راوګرځوو. همدا اوس زموږ او د یو شمېر نورو شرکتونو له ۱۰ تر ۲۰ موټرو هلته بند پاتې دي، چې په یو موټر کې له ۲۰ تر ۲۵ ټنه توکي بار دي."
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د واګه بندر له لارې هر کال د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه هند ته وړل کېږي او له هند څخه د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ټرانزیټي توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته وړل کېږي.