د کورمې تاجران له پکتيا سره د خرلاڅو لارې پرانیستل غواړي

د کورمې او پکتيا ترمنځ د خرلاڅو دروازه

د کورمې تاجرانو غوښتنه کړېده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه، پکتيا ته تللې د خرلاڅو لار دې د سوداګرۍ لپاره ژر تر ژره پرانیستل شي.

د خرلاڅو یو تاجر سید جمشید حسین د مې پر څلورمه، مشال راډیو ته وویل چې د سیمې د ډیرو خلکو روز ګار پر همدغې لارې له سوداګرۍ سره تړلی دی نو که تړلې پاتې شي، نو نه یوازې ځايي اقتصاد بلکې له کورمې بهر به هم سوداګرو ته ډير زیان ورسېږي.

چارواکي په کورمه کې د ۲۰۲۰۴ کال په سيپتمبر کې د فرقه یيزو نښتو تر شروع کېدلو وروسته د خرلاڅو -پکتیا لار تړلې ده. د خرلاڅو ټرمینل ته له نورو ضلعو څخه تجارتي مالونه په غټو ګاډو کې پر ټل -پاړه چینار مرکزي لارې وړل کیږي خو چې تېر کال حالات خراب شول نو د سیمې تګ راتګ لارې په تړل کېدلو هغلته روان تجارت ودرېد.

دا هم وګورئ: سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دې وړې لارې هم پرانیستل شي

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنيانو ترمینځ له یو مودې راهیسې د ځمکو او پر داسې نورو شخړو جنګونه تر کېدلو پس حالات خراب دي. په سیمه کې چې کله هم حالات خراب شي نو د دواړو غاړو خلک د يو بل سیمې ته نه ورځي. په کوهاټ کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شیعه - سني مشرانو ترمینځ پر څوارلسو نکتو اتفاق تر راتللو پس د امن یوه معاهده وشوه چې پکې په بشپړ ډول د ټولو لارو د خلاصولو پرېکړه شوه خو لارې بیا هم نه دي خلاصې شوي.

د خرلاڅو تاجر سید مبین حسین وايي، په سیمه کې چې حالات ښه وو نو په سلګونه ګاړي اخوا او دیخوا اوړېدل او راوړېدل. هغه د مې پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې اوس بايد د لارو د خلاصېدو په پرېکړه عمل وشي. د هغه په وينا که بیا هم دا لار بنده ساتل کېږي نو د کاروباري طبقې سره به ظلم وي.

د خیبر پښتونخوا چیف سیکټري شهاب علي شاه د مې پر درېيمه کورمې ته د خپلې دورې پر مهال هغلته د ځايي مشرانو غونډی ته وويل حکومت پلان لري چې زر تر زره د خرڅو -پکتیا لار خلاصه کړي. شاه دا هم ویلي، نه یواځې د لارو حفاظت لپاره ګامونه یې پورته کړي بلکې پلان لري چې د کورمې په لار د ریل ګاډي بوتللو سروس هم شروع کړي چې ورسره به په سوداګرۍ او تګ راتګ کې اساني پیدا شي.

هغه زیاته کړه: "د خرلاڅو پر لار به به انشاء الله، په دريوو یا څلورو هفتو کې تجارت پیل شي. له مالي کلي تر خرلاڅو او پاړه چیناره تر بوړکي پورې د ړنګو شويو لارو بیرته مرمت لپاره فنډونه ورکوو چې کار پرې تېز شي. د دې ترڅنک له کوهاټه ټل او بیا له ټله د کورمې پر مختلفو لارو خرلاڅو ته د اور ګاډي پټلۍ غځولو منظوري هم شوېده. په اصولي توګه دا هر څه شوي خو متعلقه محکمې له دوی غوښتي چې ورته د ځمکې په حاصلېدلو کې مرسته وکړي. موږ ورته مکمل اعتماد ورکړی چې هیڅ مشکل به نه وي. تاسو راشئ، موږ درته ځمکه اخلو خو چې د ریل ګاډي سرویس خرلاڅو ته شروع کړئ ځکه چې له دې به خلک په اسانۍ تللی او راتللی شي او کاروبار به هم ورسره په اسانۍ کېږي."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ۲۸ لارې موجودې دي چې پر ډېرو یې سوداګري اوس بنده شوې ده. تورخم او چمن تر ټولو لويې تجارتي لارې دي چې پاکستان پرې د وېزې او پاسپورټ عملي کړی دی. له دې امله خلکو په بيا مظاهرې کړې او غوښتنه یې کړې چې د سوداګرۍ ډېرولو لپاره دې د پاسپورټ او وېزې شرط اسانه کړل شي خو د پاکستان حکومت تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې او وايي د اسنادو درلود د امنيت لپاره ضروري دي.