وسله والو د بلوچستان د کلات ضلعې په منګوچر کې حکومتي دفترونه سوځولې، ۱۰ قیدیان یې له بنده خوشې کړي او ۵ پولیس سرتېري یې تښتولي دي.
د کلات ضلعې دکمېشنر دفتر یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د مې پر څلورمه، مشال راډيو ته وويل چې د تېرې جمعې او شنبې په منځنۍ شپه وسله والو حمله وکړه او نه یوازې د ګډاني د مرکزي زندان ۱۰ بندیان یې خوشې کړل بلکې ۵ پولیس يې وتښتول. د هغه په وينا دا پېښه هغه مهال شوې چې قیدیان کوټې ته لېږدول کېدل.
هغه چارواکي زياته کړه چې له ۱۲ څخه زیاتو وسله والو د منګوچر په خزینې کې د کوټې - کراچۍ لويه لاره بنده کړې وه، تالاشي یې کوله چې په دې مهال یې د بندیانو هتکړۍ خلاصې کړي او ساتونکي پوليس یې وتښتول. د کلات کمېشنر دفتر دچارواکو په وینا تر دې وړاندې، وسله والو د منګوچر په مرکزي بازار کې د نیشنل بانک، نادرا دفتر او د ځايي عدالت د قاضي دفتر ته اور اچولی وو.
له پاکستانه د بلوچستان د بېلتون لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، ناقانونه اعلان شوې، بلوچ لېبريشن ارمي د دې بريد او پولیسو د تښتونې ذمه واري منلې ده. هغې ډلې له يوې خبرپاڼې سره د تښتول شويو پولیسو تصویرونه خپاره کړي دي. هغې ډلې ويلي چې د برید په مهال یې د دفترونو تر سوځولو وروسته، له امنيتي ځواکونو سره نښته کړې او هغوی ته یې درنه مرګژوبله اړولې. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
تښتول شوي پولیس او خوشې شوي قیدیان څوک دي؟
د بلوچستان حب پولیسو یو افسر مشال راډیو ته وویل چې د تښتول شوو پولیسو نومونه، غلام سرور، فراز احمد، محمد اقبال، شبیر احمد، او ناصر علي وو. د حب پولیسو په وینا دوه نور پولیس سرتېري، سب انسپيکټر محمد انور او سپاهي عطا الله چې په ساده جامو کې وو، دوسله والو لخوا له تښتول کېدو خوندي پاتې شوي دي.
بلخوا د ګډاني زندان یو پوليس افسر بیا مشال راډیو ته وویل چې د وسله والو لخوا خوشې شویو بندیانو کې دوه هغه قیدیان هم شامل دي، چې یو ته عدالت د مرګ سزا او بل ته د عمر قید سزا اورولې وه. دوی لومړی کوټې او بیا د مچ زندان ته لېږدول کېدل.
د حب زندان چارواکو په وینا په زور خوشي کړل شوي اته بندیان د نشهيي موادو په تور تورن وو او د کوټې يوعدالت ته د وړاندې کولو لپاره هلته حاضرېدل. د کلات د کمېشنر دفتر چاروکو په وینا اوسمهال، سیمه دامنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. د چارواکو په وينا د قلات لېویز او پولیسو لخوا د یرغمل شوو پولیسو او تښتېدلو بندیانو د لټون عملیات روان دي.