د پاکستان قامي اسمبلي "د هند احتمالي برید" په اړه بحث کوي

د پاکستان پارليماني غونډه - انځور له ارشيفه

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د قامي اسمبلۍ غونډه سبا د مې پر پينځمه رابللې ده.

د ولسمشر له دفتره د مې پر څلورمه، په خپاره شوي بيان کې راغلي چې د ولسمشر لخوا راغوښتل شوې په دې غونډه کې به په وروستيوو امنيتي حالاتو خبرې کېږي. د رسنيوو تر مخه، تمه کېږي چې قامي اسمبلي به د هند لخوا د احتمالي برید او اقداماتو د غندلو لپاره يو پریکړه لېک منظور کړي.

د اپریل پر ۲۲مه، د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه برید کې ۲۶ ولسي وګړي ووژل شول، چې ډیری یې هندو سیلانیان ول. د هغې حملې ذمه واري د کشمير مقاومت په نوم یوې لږې پېژندل شوې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې. هند وايي چې هغه حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي. خو پاکستان دا ردوي او وايي په دې اړه پلټنو ته تيار دی.

د اپريل په وروستيوو کې د پاکستان سېنېټ د هند د احتمالي برید د غندنې لپاره يو پرېکړه ليک منظور کړی وو. هند که څه هم له پاکستان سره د اوبو او تجارت ځينې معاهدې منسوخې کړې دي خو په رسمي ډول یې پر پاکستان د کوم برید کولو اعلان نه دی کړی.

په همدې حال کې د امريکا په شمول د نړۍ ګڼو هېوادونو مشرانو پر پاکستان او هند غږ کړی چې خپلمنځۍ شخړې تر جنګه ونه رسوي او کشاله دې کمه کړي. د امريکا مرستيال ولسمشر، جې ډي وېنس ويلي دي، واشنګټن هیله لري چې اسلام اباد د "پاکستان مېشتو وسلوالو" په نيولو کې له هند سره همکاري وکړي.

نوموړي د مې پر لومړۍ نېټه د امريکا له فاکس نيوز ټېلېويژن سره د مرکې پر مهال دا هم وويل چې هيله لري چې په پهلګام کې تر وروستي وسلوال بريد وروسته بايد د هند غبرګون د "پراخې سیمه‌ ییزې شخړې" لامل نه شي.