په پاکستان کې د رسنیوو د حقونو اداره وايي خیبر پښتونخوا د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناکه صوبه ده

خبریالان په اسلام اباد کې د مظاهرې په حال کې - انځور له ارشيفه

په پاکستان کې د خبريالانو حقونو لپاره کونکي تنظيم فريډم نيټورک وايي خيبرپښتونخوا د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناکه صوبه ده.

هغه نيټورک د رسنيوو د ازادۍ د ورځې (د مې دويمه) په نسبت خپاره کړي راپور کې ويلي چې په تېر يو کال کې په پاکستان کې ۵ خبریالان وژلي شوي او پر رسنيوو د حکومت لخوا قدغنونه زیات شوی دي. د هغې ادراې مشر اقبال خټک د مې پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د رسنيوو وجود له خطر سره مخ دی.

دا هم وګورئ: پاکستان او افغانستان د رسنیو ازادۍ په درجه بندۍ کې شاته تللي دي

د هغه په وينا پر خبریالانو مقدمې درجول او هغوی ځورول د رسنیوو ازادي تروړي. نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې تر ټولو زياتې ۲۲ مقدمې په خيبرپښتونخوا کې د خبريالانو ضد درج شوي دي. همداراز په اسلام اباد کې ۲۰، پنجاب کې ۱۸، بلوچستان کې ۴ او جمو کشمیر کې د يو خبریال پر ضد مقدمې درج شوي دي.

اقبال خټک وايي: "په پاکستان کې ورځ تر بلې د خبریالانو او رسنيوو لپاره ستونزې زیاتېږي. حکومت د خبریالانو د ژغورنې لپاره ډير څه نه دي کړي او داسې قوانين یې راوړي چې رسنۍ لا پسې محدودې کړي. په پاکستان کې تر ټولو زیاته خطرناکه صوبه خیبر پښتونخوا ده."

بلخوا د رسنيوو د حقونو لپاره کار کوونکې، د بې سرحده خبريالانو نړیوالې ادارې (ار، اېس، اېف) په خپل کلني راپور کې ويلي چې پاکستان د ۲۰۲۰۴ کال په نسبت په ۲۰۲۵ کال کې په نړيوالې درجه بندۍ کې وروسته تللی دی. هغې ادارې د مې پر درېيمه وويل چې د رسنيوو د ازادۍ په نړيوالې درجه بندۍ کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۵۸ نمبر دی. پاکستان په ۲۰۲۴ کال په دې درجه بندۍ کې په ۱۵۲ نمبر وو. هغې ادارې په خپل راپور کې ويلي چېد رسنيوو د ازادۍ دا شاتګ پر انټرنيټي ازادۍ د قدغنونو او خبریالانو ته د ورپېښو ګواښونو د زیاتېدو له امله دی.

په پېښور کې خبریال، لحاظ علي د مې پر درېيمه مشال راډيو ته وويل چې په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو د شتون او ګڼو نورو ستونزو باوجود خبریالان کوښښ کوي چې خپل کار جاري وساتي. هغه زیاته کړه چې د رسنيوو ازادي او خلکو ته کره معلومات رسول په اوسنيوو حالاتو کې ډير ضروري دي.

د بې سرحده خبريالانو نړیوالې ادارې (ار، اېس، اېف) چې په پاکستان کې خبریالان نه یوازې له وسله والو ډلو بلکې له ریاستي ادارو هم په تکليف دي. د هغې ادارې په وينا رسنۍ له بېلابېلو لارو کنټرولېږي او ډېری وخت د خبریالانو وژونکيو ته سزا نه کېږي. د پاکستان حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې دا دريځ بیا بیا تکرار کړی چې حکومت د رسنيوو ازادۍ ته ژمن او د خبریالانو حقونو ته احترام لري.

په پېښور کې خبریالې فرزانه علي مشال راډيو ته وويل چې په مختلفو فشارونو له کبله خبریالان د ناامنۍ او بنيادي انساني حقونو په اړه سم کار نه شي کولی. د هغې په وينا له دې وجې د عامو خلکو ستونزو ته په سم شکل خبري پوښښ نه ورکول کېږي.