په کوز جنوبي وزيرستان کې ځايي ولس د امن لپاره احتجاج کړی دی

د مې پر دويمه په واڼه کې د احتجاج پر مهال زرګونه کسان راغونډ شوي ول.

د خيبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزيرستان په مرکزي ښار واڼه کې ګڼو کسانو د امن لپاره احتجاج کړی دی.

د مې پر دويمه د واڼه په رستم بازار کې د "متحده سياسي امن پاڅون" تر انتظام لاندې شوي هغه احتجاج کې د سيمې د سياسي او قبايلي مشرانو په ګډون يوشمېر خلکو ګډون کړی وو.

د لاريون يو مشر امان الله وزير مشال راډيو وويل چې زرګونو احتجاجيانو له حکومته وغوښتل چې په سيمه کې دې يې امنيت پرځای کړي: "له ډېرې مودې راهيسې په سيمه کې هدفي بريدونه، بمي چاودنې او د ناامنۍ نورې پېښې روانې دي. خلک د وسلوالو لخوا له قلنګونو او نورو ظلمونو څخه تنګ شوي دي. موږ نوره ناامني نشو زغملی."

نوموړي زياته کړه چې د احتجاج لپاره د وزيرستان له يوشمېر سيمو څخه خلک ورغلي ول او په وينا يې، د واڼه بازار، چې ۱۱،۰۰۰ دکانونه پکې دي، په بشپړه توګه بند وو.

د احتجاج يو بل مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړي زبير مسيد مشال راډيو ته وويل چې ولس د هر ډول تګ راتګ لپاره له افغانستان سره د انګور اډې لارې خلاصولو غوښتنه کوي.

د کوز جنوبي وزيرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد ناصر خان مشال راډيو ته وويل چې ضلعي انتظاميه او پوځي چارواکي د انګور اډې لارې خلاصولو لپاره کار کوي، خو نوموړي دعوه وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه هوکړه نه ده ورسره کړې.

نوموړي زياته کړه چې د ولسي پاڅون د احتجاج کوونکو لخوا د امن له غوښتنې سره همږغی دی او په سيمه کې يې د امن لپاره هڅو ته دوام ورکړی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

فيصل کريم کنډي: د خيبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې تر مازيګر وروسته د وسلوالو واک وي

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.