د کراچۍ چارواکي وايي چين ته يې د خرو قاچاقېدونکي پوستکي نيولي دي

په ارمنستان کې د خرو يو فارم ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ګمرک چارواکي وايي، چين ته د خرو ۱۴ ټنه قاچاقېدونکي پوستکي يې نيولي دي، چې ارزښت يې شاوخوا ۸۰ کروړه (۸۰۰ مېليونه) پاکستانۍ روپۍ ښوول شوی دی.

د ګمرک ویاند سید عرفان علي د مې پر دويمه رسنيو ته په استولي بيان کې ويلي دي چې دا پوستکي د څرمنو د نورو توکو په پلمه چین ته صادرېدل او بېړۍ ته يې د پورته کولو اجازه هم ترلاسه کړې وه چې ونيول شول.

نوموړي زياته کړه، د ګمرک چارواکو د څرمنو له بارولو مخکې تفصيلي پلټنه وکړه او بيا وروسته معلومه شوه چې دا د خرو ممنوعه پوستکي دي.

د بيان له مخې، د پاکستان د صادراتو (برامداتو) تګلارې له مخې، د خرو د پوستکي (پوست يا څرمن) پر صادراتو باندې بندیز لګول شوی دی.

سید عرفان علي وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې له کراچۍ څخه چین ته د خرو د پوستکو د قاچاق هڅه شوې او ونيول شوي دي.

د هغه په وينا، له دې وړاندې هم د روان ۲۰۲۵ز کال په اپرېل مياشت کې د کراچۍ په قاسم بندر کې او له هغه مخکې د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر میاشت کې د خرو د پوستکو یو لوی مقدار چین ته د قاچاق پر مهال نیول شوی وو.

چين ته پر پاکستان سربېره له يوشمېر نورو هېوادونو څخه هم د خره پوستکي لېږدول کېږي.

داسې انګېرل کېږي چې چين د خرو له پوستکي يو ډول درمل جوړوي.