ټانک کې بمي چاودنې ۷ مزدوران ژوبل کړي دي

د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې کارکوونکي په هغه صوبه کې مرستندويه چارې مخ ته وړي ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې په يوې نوې جوړېدونکې ودانۍ کې بمي چاودنې اووه مزدوران ژوبل کړي دي.

د ټانک د سټي تاڼې مشر شېر افضل مشال راډیو ته وویل چې د هغې ضلعې په وزير اباد سيمه کې د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) پر يوې نوې ودانۍ کار روان وو چې اپرېل پر ۱۴مه د نامعلومو کسانو لخوا هلته ځای پر ځای شوي باروي مواد وچاودېدل.

نوموړي زياته کړه چې د چاودنې له امله اووه مزدوران ژوبل شول. د شېر افضل په وينا پوليسو د پېښې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د بمي بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

د ټانک د امن جرګې یو غړي محمد ندیم عوام دوست مشال راډیو ته ویلي دي چې د هغې ضلعې امنيتي حالات په وروستيو کې کلونو کې خراب شوي او د هغه په وينا، حکومتي چارواکي او امنيتي ادارې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات نه کوي.

باخوا د پاکستان پوځ او د خیبر پښتونخوا پولیس او نورې امنیتي ادارې وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.