د بلوچستان حکومت ويلي چې د شيراني په غرونو کې لګېدلي اور پر ۱۰،۰۰۰ اېکړه تر زیاته مځکه د زېتون او زڼغوزو ونې سوځولې دي.
د صوبې د ځنګلاتو ادارې مشر دوستين جمالديني د مې پر ۲۲مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې اور لاهم بل دی.
ده وویل چې د پوځ څلور هیلي کاپټران شپه او ورځ پر دې اور اوبه پاشي خو اور تر اوسه شاوخوا ۱۰،۷۰۰ اېکړه ځنګل سوځېدلی دی.
د شنه غره او سلېمان غرونو په ځنګلونو کې دا اور د مې پر ۱۲مه نېټه لګېدلی وو چې پکې درې کسان د اور مړه کولو په هڅو کې مړه شوي هم دي.
د شېراني په ځنګل د لګېدلي اور یوه څنډه
د ځنګلاتو ادارې يو ځايي چارواکي یحیا موسا خېل د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د اور د نور نه خورېدو د مخنيوي لپاره يې ګڼ شمېر ونې وهلې او نورې به هم پرې کوي.
نوموړي وویل چې د مې ۲۳مې په شپه هم د تېز باد له کبله اور لا زیات شوی دی.
په دې ترڅ کي د بلوچستان د ځنګلاتو سیکتر دوستین جمالدیني ویلي چي د پاکستان د فوج له لوري د اور وژني په دې عملیاتو کي کار روان دي او څلورهیلي کاپټران شپه ورځ د ځنګل په اور اوبه پاشي
د بلوچستان د ځنګلاتو صوبايي سیکریټري په یو بیان کې دا هم ویلي چې د ایران حکومت هم د بلوچستان په شیراني کې په ځنګل د لګېدلي اور وژلو لپاره ځانګړې الوتکه پاکستان ته ورکړې ده.
د شېراني په غرونو کې په ځنګل د لګېدلي اور بله څنډه
دوستین جمالدیني وروسته بیا په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا الوتکه به ډېر ژر په عملیات پیل وکړي.
ده وویل چې د مې له ۲۳مې به پراخ عملیات پیل شي او د اور قابو کولو لپاره به هوايي سپرې هم کېږي.
د شیراني ضلعې د روغتیا څانګې مشر ډاکټر عبدالهادي د مې پر ۲۳ مه مشال راډیو ته وویل چې د صحت نړیوال سازمان له خوا هم هلته طبي مرستې رسېدونکي دي.
د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو یو ځل بیا ویلي دي چې د شیراني په ځنګل د لګېدلي اور وژلو لپاره ټول وسایل په کار اچول شوي دي.
د شېراني او موساخیل ضلعو چارواکي وايي چې دا اور د مې پر ۱۲مه لیګېدلی وو. دا تر اوسه نده څرګنده چې د اور لګېده لامل څه وو.