د سوات شاعر او لیکوال عثمان ولسیار وايي، د دې سندریز کلتوري پروګرام موخه دا وه چې نړۍ ته د سوات اصلي او سوله ییزه څېره وښودل شي.
عثمان ولسیار وايي، سوات د تهذیبونو زانګو ده.
د ده په وینا، په تاریخي توګه د پښتنو او افغانانو په سیمه کې یوازې سوات او افغانستان دوه داسې خپلواکه دولتونه ول چې په ریاستي یا دولتي کچ یې د موسیقۍ سرپرستي کړې وه.
د منو په نوم مزاحیه شاعر او فنکار له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت په خپل انداز کې وویل چې په سوات کې تر هر کاڼي لاندې یو فنکار او شاعر پروت دی. دی وايي، د سندرو داسې غونډې د هغو ټابلېټونو یا ګولیو کار کوي چې نفسیاتي خپګان ورکوي.
د سندرو امېل په دې خپرونه کې به د دې پروګرام ځینې سندرې هم درخپرې کړو.