د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له ای اېم اېف څخه د څه باندې ۱ مېليارد ډالرو پور ترلاسه کړی دی


د پیسو نړیوال صندوق چارواکو په وروستیو کې د پاکستان د پور پروګرام د عملي کولو بهیر ته بیاکتنه وکړه - پخوانی انځور.
د پیسو نړیوال صندوق چارواکو په وروستیو کې د پاکستان د پور پروګرام د عملي کولو بهیر ته بیاکتنه وکړه - پخوانی انځور.

پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د څه باندې يو مېليارد (ارب) ډالرو پور ترلاسه کړی دی.

د پاکستان مرکزي دولتي بانک (سټېټ بېنک اف پاکستان) د مې پر ۱۴مه پر خپله اېکس پاڼه په بيان کې ليکلي دي چې دا پيسې به په روانه اونۍ کې د بانک د بهرنیو زېرمو په حساب کې ښکاره شي.

بيان زياتوی چې ای اېم اېف دا پیسې د پاکستان د اقتصادي وضعیت تر جاج اخیستو وروسته جاري کړې دي.

ای اېم اېف د روان ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر ۲۵مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې د هغې ادارې د چارواکي نیتن پورټر په مشرۍ پلاوي په فبرورۍ او مارچ کې پاکستان ته د سفر پر مهال او تر هغه وروسته د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې او اسلام اباد ته یې د پور د پروګرام بیاکتنه بشپړه کړه.

بیان د پورټر له خولې ویلي ول چې د ای اېم اېف د اجراییوي بورډ تر تایید وروسته به پاکستان ته د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام یو بل قسط، چې یو ارب ډالر جوړېږي، ورکړي.

بیان داراز ويلي ول چې د ای اېم اېف کاري ډله په راتلونکو "۲۸ میاشتو کې" پاکستان ته د اقليمي بدلون د مخنیوي چارو لپاره له خپلو ځانګړو پیسو څخه "د ۱.۳ اربه ډالرو" د پور پر ورکولو سلا شوې ده. دا پور هم د اجرایوي بورډ تایید ته اړتیا لري.

دا تر هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمينځ د اووه اربه ډالرو پور لپاره د کارکوونکو يا سټاف په کچ نوی تړون لاسلیک شوی وو.

د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې او د ناورینونو یا لویو ستونزو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې څانګه له کمو او متوسطو امدن لرونکو هېوادونو سره د اقتصادي ثبات په برخه کې مرسته کوي.

د پیسو نړیوال صندوق بیان کاږي چې پاکستان په تېر یو نیم کال کې پر "نړیوالو چیلېنجونو" سربېره د "اقتصادي ثبات" په برخه کې "د پام وړ پرمختګ" کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د مارچ پر ۲۶مه د کابینې غونډې پر مهال په وینا کې د خپلې کاري ډلې ستاینه کړې ده چې نه یوازې یې د پور پروګرام بیاکتنې بهیر بشپړ کړی دی بلکې د ای اېم اېف د دوامداره اقتصادي ودې له څانګې څخه یې هم د پیسو ترلاسه کولو ته لاره برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق د مارچ پر ۱۴مه د پور د پروګرام د بیاکتنې تر بشپړېدو وروسته په اعلامیه کې ویلي ول چې د پاکستان حکومت د لګښتونو د کنټرول او په ځانګړي ډول، د پرمختیايي پروګرام له لارې د مالي اهدافو ترلاسه کولو ته ژمن دی.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ټیکسونه لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ۲۰۲۴ز کال په جون کې ويلي‌ ول چې حکومت يې د "وروستی ځل" لپاره د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) څخه پور اخلي.

هغه د جون پر ۱۵مه د پاکستان ولس ته په وينا کې وويل چې اوسمهال له دېوالیه کېدو څخه د هېواد ژغورلو لپاره له شپږو څخه تر اته اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پور ته اړتیا لري او د دې لپاره له ای اېم اېف سره په مذاکراتو بوخت دی. تر دې وروسته ای اېم اېف پاکستان ته د اووه اربه ډالرو پر څه باندې درې کلن (۳۷ میاشتني) پروګرام سلا شو.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر دې وروسته حکومت له ای اېم اېف سره د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې د هغې ادارې اجرایوي ډلې د ۲۰۲۳ز کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ اربه ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ز کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ ارب ډالر جوړېدل، ورکړ.

XS
SM
MD
LG