د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او چين د ټېکسونو په اړه موافقې ته ورسېدل


د بینک يو کار کوونکی چينايي او امريکايي کرنسي شمېري - انځور له ارشیفه
د بینک يو کار کوونکی چينايي او امريکايي کرنسي شمېري - انځور له ارشیفه

امريکا او چین د يو بل پر درامداتو د ټېکسونو په اړه يوه لوظنامه کړې ده چې له مخې به یې په ۹۰ ورځو کې هغه محصول کم کړي چې دواړو هېوادونو په دې وروستيوو کې عملي کړي وو.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د مې پر ۱۱مه، اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به ډیر ژر په ۹۰ ورځو کې دننه لګېدلي ټېکسونه تر ۱۱۵ فيصده پورې راټيټ کړي. دا اعلان د سویټزرلینډ په جينيوا کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ له خبرو اترو وروسته شوی. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا په چینایي توکو د ټيکسونه له لوړولو وروسته لومړۍ رسمي خبرې اترې وي.

بیسنټ د مې په ۱۲مه په جینیوا کې له چینایي چارواکو سره تر مذاکراتو وروسته وویل: "دواړه هېوادونه د خپلو ملي ګټو په ښه توګه استازیتوب کوي. موږ دواړه په متوازنې سوداګرۍ کې لیوالتیا لرو، او امریکا به په دې په لور حرکت ته دوام ورکړي."

ولسشمر ټرمپ په چینایي محصولاتو ۱۴۵ فصده ټيکسونه لګولې وو چې چین په ځواب کې په امریکایي توليداتو ۱۲۵ فيصده ټيکسونه ولګول. نوموړي د اپرېل پر دویمه په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې ويلي ول چې د اروپايي ټولنې په ګډون یې د ګڼو هېوادونو پر درامداتو (وارداتو) نور ټېکسونه لګوي.

هغو ټيکسونو ته تعرفه يا ټېريفس وايي. دا هغه ټیکس ته ويل کېږي چې یو هېواد یې له بل هېواد پر درامدیونکو مالونو لګوي. د "متقابلو تعرفو" اصطلاح چې ټرمپ وکاروله دا معنا لري چې هغه هېوادونه هدف ګرځول شوي چې وار له مخه یې پر امریکايي مالونو مالیې لګولې دي خو تر دې وروسته يې دا ټيکسونه د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول.

امریکا په ۲۰۲۴ کال کې له چین څخه د ۴۳۹ اربه ډالرو په ارزښت توکي درامد کړل چې سمارټ فونونه، لیپټاپونه، لیتیم ایون بیټرۍ او نور توکي پکې شامل وو. امريکا چین ته د ۱۴۴ اربه ډالرو په ارزښت توکي برامد کړل، چې د ۲۹۵ اربه ډالرو تجارتي خسارې لامل شول.

XS
SM
MD
LG