د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند په سوات کې د خپل يو سیاستوال د وژونکو د نيولو غوښتنه کړې ده


په سوات کې د فتح الله خان د جنازې ګډونوال هغه ته دعا کوي
په سوات کې د فتح الله خان د جنازې ګډونوال هغه ته دعا کوي

عوامي نېشنل ګوند په سوات کې د خپلو يو سیاستوال د وژنې پلټنې غوښتي او د قاتلینو د نيولو غوښتنه یې کړې ده.

د هغه ګوند مشر، ايمل ولي خان د مې پر لسمه پر فیسبوک پوسټ کې ليکلي چې د سوات د کبل تحصیل د ننګولۍ کونسل چيرمين او د امن کمېټۍ غړي فتح الله خان وژنې سخت غمژن کړی دی. هغه پر حکومت او امنيتي ادارو د نيوکو تر څنګ غوښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د فتح الله خان وژونکي ونیسي.

هغه زیاته کړې: "عوامي نېشنل ګوند د عدم تشدد او امن پلوی دی. له همدې وجې له کلونو راهیسې، موږ بیا بیا په نښه کېږو. دا څنګه ټولنه ده چې د امن خبرې کوونکي پکې وژل کېږي او ترهګر ښکاره ګرځي؟" د هغه په وينا حکومت دې دا ووايي چې د امن خبره به تر کومې پورې جرم وي.

د سوات پولیسو ویاند، معين خان مشال راډيو ته وويل چې د مې پر لسمه، موټرسایکل سپرو وسله والو، فتح الله خان او د هغه يو شخصي ساتونکی هغه مهال په ډزو ووژل چې د ماخستن تر لمانځه وروسته، له جوماته کور ته روان وو. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

د سوات قامي جرګې حاجي زاهد خان د مې پر ۱۱مه، مشال راډيو ته وويل چې د فتح الله خان پلار هم څو کلونه مخکې د وسله والو په لاس وژل شوی وو. هغه زیاته کړه چې د نوموړي ژوند ته خطر وو خو حکومت بیا یې هم هغه ته امنيت نه وو برابر کړی. "فتح الله خان يو بهادر سړی وو. هغه د امن لپاره ډېر کار کړی او همیشه یې د خپل قام خبره کړې ده. د هغه او کورنۍ ژوند ته یې ډير خطر وو خو داسې ښکاري چې حکومت ورته امنیت نه وو برابر کړی."

د سوات پولیسو وياند، معين خان مشال راډيو ته ويلي چې په دې اړه پلټنې کوي. هغه ژمنه کړې چې د امنيتي کمرو د ويډيوګانو تر کتلو وروسته به د وسله والو نيولو لپاره ټينګ ګامونه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په سوات کې سیاستوال او قومي مشران په نښه کېږي. تر دې مخکې هم داسې پېښې شوې چې ځايي خلکو پرې سخت احتجاجونه کړي دي. په دې احتجاجونو کې خلکو پر امنيتي ادارو تور پورې کړی چې د وسله والو پر شتون یې سترګې پټې کړې دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د دوی هدفي عمليات روان دي او وسله وال یې ځپلي دي.


  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

  • انځور سایز

    اسرار عالم مومند

     اسرار عالم مومند د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي موضوعاتو راپورونه جوړوي. هغه هره اوونۍ "د ځوانانو غږ" خپرونه هم وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG